قفقاز کښې له مداخله غواړو پلانونو سره د مقابلې لپاره د ایران سټراټيجک اهداف
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163222
پارس ټوډی - د زنګزور دهلیز پروژه، چې د ځینو سیمه ایزو قدرتونو په ملاتړ تعقیب کیږي، په ظاهره له آذربایجان جمهوریت سره د نخچیوان د نښلولو لپاره یوه ټرانزیټ پروژه ده، خو په حقیقت کې د ایران له نظره، دا یو جیوپولیتیک ګواښ دی چې پراخې امنیتي، اقتصادي او سیاسي پایلې لري.
(last modified 2025-08-07T08:06:58+00:00 )
Aug 07, 2025 12:35 Asia/Kabul
  • علي اکبر ولایتی، په نړیوالو چارو کې د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار
    علي اکبر ولایتی، په نړیوالو چارو کې د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار

پارس ټوډی - د زنګزور دهلیز پروژه، چې د ځینو سیمه ایزو قدرتونو په ملاتړ تعقیب کیږي، په ظاهره له آذربایجان جمهوریت سره د نخچیوان د نښلولو لپاره یوه ټرانزیټ پروژه ده، خو په حقیقت کې د ایران له نظره، دا یو جیوپولیتیک ګواښ دی چې پراخې امنیتي، اقتصادي او سیاسي پایلې لري.

په  نړیوالو چارو کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار "علي اکبر ولایتی،" ، د "زنګزور دهلیز" مسئلې د بیا راپورته کیدو په ځواب کې، ځینو سیمه ایزو او له سیمې بهر حکومتونو ته خبرداری ورکړ. ولایتی په دې ټینګار سره چې ایران د خپلو ګټو او سیمې په اړه بې پروا نه دی، اعلان وکړ چې په جنوبي قفقاز کې د غیرقانوني اهدافو د پرمخ بیولو لپاره هر ډول هڅه به د ایران له خوا له قاطع غبرګون سره مخ شي. د نړیوالو چارو په اړه د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار ټینګار وکړ: "په سیمه کې یا له هغې بهر هر حکومت چې غواړي پخوانۍ ناکامه تجربه تکرار کړي، د ایران له سخت غبرګون سره به مخ شي."

له دې پلان سره د ایران مخالفت د یوې ساده سرحدي شخړې ډیر او ستر  دی او ژورو جیوپولیتیک، امنیتي او تاریخي اندیښنو ته ورګرځي. ایران په جنوبي قفقاز کې د خپل ځانګړي موقعیت له امله، تل هڅه کړې چې په سیمه ایزو بدلونونو کې فعال رول ولوبوي. د سیونیک ولایت له لارې د ارمنستان سره د ځمکې اړیکه د اروپایي او قفقاز بازارونو ته د لاسرسي لپاره د ایران یوازینۍ لاره ده. د ارمنستان له څارنې پرته د زنګزور دهلیز پلي کول به دا لاره قطع کړي او ایران به د سیمې له اقتصادي ګټو څخه محروم کړي.

ایران په سیمه کې د ارتباطي لارو د پرانستلو د اصل مخالفت نه کوي، خو  شرط یې د ارمنستان د حاکمیت ساتل او د ایران ګټو ته د ګواښ نه پیښیدل دي. د زنګزور دهلیز، د یوې ټرانزیټي لارې څخه ډیر، یوه جیوپولټیک پروژه ده چې اوږدمهاله اهداف لري او د امریکې  په لارښوونه د سیمې څخه بهر د مداخلې یو پلان دی. په ځواب کښې  ایران لارې د دې کړکیچ رامینځته کونکي پروژې سره د مقابلې لپاره هڅه کوي چې له ارمنستان سره د اړیکو په پیاوړتیا، ګډې پانګونې، او په سرحدونو کې د موجوده وضعیت د ساتلو له لارې خپلې ګټې خوندي کړي.

د جنوبي قفقاز سیمه د خپلو اقتصادي وړتیاوو او جیوپولټیک موقعیت له امله د ایران اسلامي جمهوریت ته ستراتیژیک اهمیت لري او که پلي شي نو د زنګزور دهلیز پروژه کولی شي د سیمې جغرافیه بدله کړي، بې ثباتي زیاته کړي، او د امریکا او صهیونیسټ محور ترمنځ د ګډو دسیسو د جوړولو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کړي.

ایران د "زنګزور دهلیز" په څیر پروژو په ځواب کې، هغه اهداف او پروګرامونه تعقیبوي چې په عمده توګه د ملي امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او په سیمه کې د خپل جیوپولټیک موقعیت په ساتلو باندې متمرکز دي.

د تحمیل شوي زنګزور دهلیز پروژې په وړاندې د ایران د اقتصادي دریځ د پیاوړتیا لپاره، د ایران لخوا د عملي او ډیپلوماتیکو ستراتیژیو یوه ټولګه وړاندیز شوې چې کولی شي د ملي ګټو په ساتلو او د ایران او سیمې د اقتصادي موقعیت په لوړولو کې اغیزناک رول ولوبوي.

په دې پلانونو کې د بدیلو لارو پراختیا او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د چابهار بندر، د ګیلان ولایت د انزالي بندر او د مرکزي آسیا او روسیې ته د اورګاډي له لارې په ټرانزیټ لارو کې پانګونه شامله ده.

د ایران په اقتصادي اهدافو او پلانونو کې یوه بله مسله به د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د سوداګرۍ او ګډې پانګونې تړونونو لاسلیک کول او له ارمنستان سره د نوردوز په پوله کې د آزادو سوداګریزو زونونو جوړول وي ترڅو سوداګري اسانه کړي او د زنګزور دهلیز منفي اغیزو سره مقابله وکړي.

د ایران اسلامي جمهوریت په وروستیو کلونو کې په خپلو مخابراتي او ترانسپورتي زیربناوو کې هم پراخه پانګونه کړې، چې د هیواد په شمال لویدیځ کې د ریل او سړک شبکې پراختیا او د بار وړلو ترانسپورت ظرفیت یې لوړ کړی دی.

په یوه جامع پروسه کې او د شانګهای همکارۍ سازمان او بریکس ګروپ کې د ایران غړیتوب ته په پام سره، د روسیې، هند او چین سره ښکیلتیا او د اقتصادي اتحادونو رامینځته کول به په قفقاز کې د امریکا-لویدیځ محور د نفوذ په وړاندې یو اغیزناک چلند وي. د همغږۍ رامینځته کولو لپاره د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO) ظرفیت کارول به د سیمه ایزې همکارۍ د زیاتوالي لپاره د ایران د پلانونو برخه وي.

د زنګزور دهلیز، که څه هم په ظاهره د ټرانزیټ پروژه ده خو په حقیقت کې د یوې ډیزاین شوې او پیچلې سناریو یوه برخه ده چې کولی شي په سیمه کې د ایران اقتصادي مقام کمزوری کړي. د څو پوړیزو عملیاتي سناریو په پلي کولو سره چې فعاله ډیپلوماسي، د زیربناوو پراختیا، د صادراتو تنوع، او د انرژۍ په نړیوال بازار کې د خپل رول پیاوړتیا پکې شامله ده، ایران نه یوازې د دې پلان ګواښونه کمولی شي، بلکې د اقتصادي ودې او د خپل سیمه ایز موقعیت د پیاوړتیا لپاره نوي فرصتونه هم رامینځته کولی شي.

د لارې د دې نقشې او پلان پلي کول به نه یوازې ایران د زنګزور دهلیز له جیوپولیتیک ګواښونو څخه خوندي کړي، بلکې کولی شي په قفقاز، مرکزي آسیا او یوریشیا کې د ایران اقتصادي موقعیت هم پیاوړی کړي. دا ستراتیژي د هوښیارې ډیپلوماسۍ، د زیربناوو پراختیا، او  راڅرګندیدونکو بازارونو ته د  اوږدمهاله لید او نظر ترکیب دی.