د ایران او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو په تلیفوني خبرو کې د لبنان په اړه د باور او همغږۍ پر ساتلو ټینګار کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163264
پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل مصري سیال سره په خبرو کې د لبنان د تحولاتو په اړه د سیاسي جناحونو ترمنځ د باور او همغږۍ پر ساتلو او د هغو کړنو څخه د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ چې کیدای شي داخلي تاوتریخوالی رامنځته کړي. 
(last modified 2025-08-08T10:36:01+00:00 )
Aug 08, 2025 15:04 Asia/Kabul
  • د ایران او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو په تلیفوني خبرو کې د لبنان په اړه د باور او همغږۍ پر ساتلو ټینګار کړی

پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل مصري سیال سره په خبرو کې د لبنان د تحولاتو په اړه د سیاسي جناحونو ترمنځ د باور او همغږۍ پر ساتلو او د هغو کړنو څخه د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ چې کیدای شي داخلي تاوتریخوالی رامنځته کړي. 

پارس ټوډی د ایرنا له قوله خبر ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» او د مصر د بهرنیو چارو وزیر «بدر عبدالعاطي» تیره شپه په تلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه خبرې وکړې. 

په دې تلیفوني خبرو کې، دواړو خواوو د غزې د سخت بشري وضعیت په اړه، چې د دې تړانګې د ظالمانه محاصرې او د صهیونیستي رژیم د یرغليزو پلانونو له امله رامنځته شوی، خبرې وکړې او د اسلامي هېوادونو له خوا د نسل وژنې د بندولو او غزې ته د نړیوالو بشري مرستو د سمدستي ننوتلو پر اړتیا ټینګار وکړ. 

دواړو خواوو د لبنان د تحولاتو او د سیاسي جناحونو ترمنځ د باور او همغږۍ د فضا د ساتلو او د هغو کړنو څخه د مخنیوي په اړه، چې کیدای شي داخلي تاوتریخوالی رامنځته کړي، خبرې وکړې.

دوی د صهیونیستي رژیم له خوا د لبنان له سویلي اشغالي سیمو څخه بشپړ وتل او پر لبنان د دې رژیم بریدونو بندول اړین وبلل.