ولایتي او نوري المالکي د مقاومت جبهې د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163266
پارس‌ ټوډی – په بین المللي چارو کې د ایران د رهبرۍ سلاکار د عراق د پخواني لومړي وزیر نوري المالکي سره په تلیفوني خبرو کې د سیمې د تحولاتو او د مقاومت جبهې د ملاتړ پر اهمیت خبرې وکړې. 
(last modified 2025-08-08T10:41:33+00:00 )
Aug 08, 2025 15:08 Asia/Kabul
  • ولایتي او نوري المالکي د مقاومت جبهې د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ

پارس‌ ټوډی – په بین المللي چارو کې د ایران د رهبرۍ سلاکار د عراق د پخواني لومړي وزیر نوري المالکي سره په تلیفوني خبرو کې د سیمې د تحولاتو او د مقاومت جبهې د ملاتړ پر اهمیت خبرې وکړې. 

پارس ټوډی د ایرنا له قوله خبر ورکړی، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې، ولایتي د عراق د پخواني لومړي وزیر لپاره د بشپړې روغتیا او شفا هیله وکړه او د مقاومت جبهې په ملاتړ کې یې د هغه له اغېزمن رول څخه قدرداني وکړه.

نوري المالکي هم د ولایتي د پاملرنې او مهربانۍ مننه وکړه او د مقاومت جبهې د مشرانو تر منځ یې د اړیکو او همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د خبرو په دوام کې، دواړو لوریو د سیمې پر وروستیو بدلونونو، په ځانګړې توګه د صهیونیستي رژیم او امریکا له نوېو توطئو سره د اسلامي مقاومت پر وړاندې، د نظر تبادلې وکړې.

ولایتي د امریکا او صهیونیست رژیم وروستیو هڅو ته په اشارې سره وویل:
«
ان‌شاءالله ستاسې او د مقاومت جبهې د ټولو غړو په مرسته به موږ د امریکا او صهیونیستي رژیم پر وړاندې ودریږو او اجازه به ور نه کړو چې د دوی شوم اهداف پلي شي

نوري المالکي هم د سیمې د حساسو شرایطو په اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه:
«
نن ورځ وینو چې هغوی هڅه کوي حزب‌الله بې‌وسلې کړي، او پرته له شکه، په بل ګام کې به نوبت عراق، حشدالشعبي او نورو ډلو ته وي. موږ به هېڅکله اجازه ور نه کړو چې دا ډول نقشې عملي شي، او د مقاومت جبهې په همکارۍ به یې پر وړاندې ودریږو