څنګه استاد فرشچیان د ایران هنر نړۍ ته ور وپېژاند؟
-
استاد فرشچیان، ایراني نقاش او انځور ګر
پارس ټوډی - د ایران د کلتوري کور مشر په لاهور کې د «د مینې رنګونه» په نوم ادبي یادغونډه کې، چې د استاد فرشچیان د درناوي لپاره جوړه شوې وه، وویل: استاد فرشچیان د ایراني انځور ګرۍ له دود څخه راپورته شو، سرحدونه مات کړل او نړیوال شو، او د هغه آثارو د نړۍ په زړونو او موزیمونو کې ځای وموند.
د «د مینې رنګونه» ادبي یادغونډه، چې ایراني نقاش او انځورګر استاد مرحوم محمود فرشچیان، د یاد او خاطره د درناوي لپاره جوړه شوې وه، د یکشنبې په ماښام د ایران، هند، افغانستان، پاکستان او عراق د کلتور او ادب د خلکو په حضور سره د هندیران نړیوالې ډلې په کوربهتوب ترسره شوه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري کور مشر «اصغر مسعودي» په لاهور کې وویل: مرحوم فرشچیان د دې سیمې د هنر تاریخ یو له سترو شخصیتونو او د ایراني انځورګرۍ بېساري استاد و؛ هغه نه یوازې نقاش و، بلکې د ایران د هنر روح او د عاشورایي کلتور د رنګونو او نقشونو له لارې لېږدونکی و.
د ایران د کلتوري کور مشر په لاهور کې ټینګار وکړ: د فرشچیان آثار نه یوازې په ایران کې، بلکې د نړۍ په موزیمونو او هنري ټولګو کې هم پام ورته شوی دی.
هغه د ایراني انځور ګرۍ له دود څخه راپورته شو، خو سرحدونه یې مات کړل او نړیوال شو، او د هغه آثار د نړۍ په زړونو او موزیمونو کې ځای لري.
دا نړیوال پراخوالی د دې لامل شوی چې د هغه آثار د بشریت د هنري میراث د یوې برخې په توګه وپېژندل شي.
شاعر، ناول لیکونکی او د صداوسیما د سازمان د پارسی ژبې او ادبیاتو د ساتنې د مرکز مشر علیرضا قزوه په دې ناسته کې وویل: د استاد فرشچیان هنر هم په اوج کې دی او هم ولسي دی؛ هم لوړ مرتبه او هم د زړونو سره آشنا دی.
د «عصر عاشورا» تابلو د دې متعالي او قدسي هنر له غوره نمونو څخه دی؛ دا اثر نه یوازې لیدل شوی، بلکې یو ډول حضور او د عاشورا له حقیقت سره یو ډول اړیکه لري چې د رنګونو او کرښو له سرحدونو تېرېږي او د عامو خلکو زړونو ته لار مومي.
څېړونکی او د لندن د ایراني مطالعاتو اکاډمۍ مشر سید سلمان صفوي وویل: استاد فرشچیان د ایراني نقاشۍ د خیالي او عرفاني فکر سره یو والا او تلپاتې هنر رامنځته کړ چې د هغه هر رنګ او بڼه یوه روحاني او قدسي تجربه روایتوي.
د استاد فرشچیان له مشهورو آثارو څخه د «پنځمې ورځې آفرینش» تابلو د آسماني او ځمکنیو مخلوقاتو د یو خدای د ستاینې لپاره د راټولېدو تجلی، د «ابراهیم نبي» تابلو د حضرت ابراهیم (ع) پر اور د ګلستان کیدو صحنه، او د «ستایش»، «څلورم آسمان»، «شام غریبان» او «شمس او مولانا» شاهکارونه د استاد فرشچیان د خیال او ژور فکر د حکمت او عاشقانه عرفان په برخه کې تجلی کوي.
د لاهور د پنجاب پوهنتون د ختیځپوهنې پوهنځي د پارسی ژبې او ادبیاتو استادې عظمي زرین نازیې په خپلو خبرو کې وویل: استاد محمود فرشچیان نه یوازې د ایران د هنر د آسمان روښانه لمر دی، بلکې د خپل اصیل هنر په تابناکه وړانګو، چې له عرفاني او معنوي سرچینې څخه سرچشمه اخلي، د ایران له سرحدونو بهر د نړۍ د خلکو سترګې هم خیره کړې دي.
عراقي نقاش او هنرمند علي عاتب وویل: استاد فرشچیان ګڼ شمېر او بېنظیره هنري خزانې له ځانه پرېښودې چې هر یو یې په خپل نوبت د ایراني انځور ګرۍ د ښکلا جلوه د نړۍ خلکو ته ښيي؛ هغه آثار چې د نن او راتلونکي نسلونو لپاره د فکر، ښکلا او معنویت وړونکي دي.
استاد محمود فرشچیان (۱۳۰۸-۱۴۰۴)، د ایراني انځور ګرۍ او مینیاتور بېساری استاد، د معاصرو هنرمندانو له غوره کسانو څخه و چې د «عصر عاشورا» او «پنځمې ورځې آفرینش» په څېر آثارو په رامنځته کولو سره یې اصیل ایراني هنر له عرفان، حماسې او نوښت سره یوځای کړ.
هغه د خپل بېنظیره سبک په مرسته د دودیز هنر سرحدونه پراخ کړل او د هغه آثار د نړۍ په معتبرو موزیمونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
فرشچیان نه یوازې د ایراني انځور ګرۍ او مينياتورۍ استاد و، بلکې د ایران د معاصرو هنرونو له سترو کسانو څخه دی، چې د خپل بېنظيره سبک په مرسته يې د دوديز هنر سرحدونه پراخ کړل او د هغه آثار د نړۍ په معتبرو موزيمونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
فرشچيان نه يوازې د ایراني انځورګرۍ ژوندی کوونکی دی، بلکې د نړيوالو او ملي هنرونو مفاخر هم دي، چې د هغه هنر د اسلامي-ايراني کلتور سره ژوره اړيکه لري.