مسعود پزشکیان له خپل سيال بېلاروسي سره په کتنه کې:
د امريکا يوه اړخيزه تګلاره د زغملو وړ نه ده
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د بېلاروس له ولسمشر سره په کتنه کې وويل: نن ورځ امريکا او ځينې اروپايي هېوادونه د يو اړخيزې تګلارې د پراخولو او پر نورو هېوادونو باندې د خپلو نظرونو د تحميلولو په لټه کې دي، چې دا چلند ستاسو او زموږ لپاره د زغملو وړ نه وو او نه دی.
د پارستوډي د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوريت ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په سهار، د زمري په ۲۹مه، بېلاروس ته د خپل سفر په پیل کې، د دې هېواد له ولسمشر سره په دوه اړخيزه ناسته کې، د بېلاروس د سفر لپاره د رامنځته شوي فرصت څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: په دې سفر کې به د دواړو خواو د ګټو او همدارنګه د دوه اړخيزو ظرفيتونو د عملي کولو د چټکتيا په اړه خبرې اترې او تفاهم وکړو.
پزشکیان د دې په بیان سره چې ایران او بېلاروس، د دوه اړخيزه دوستانه اړيکو ترڅنګ، په ډېرو سيمهايزو او نړيوالو مسايلو کې هم نږدې نظريات او په نړيوالو فورمونو کې رغنده همکاري لري، او ويې ويل: د اوراسيا اتحاديه، د شانګهای سازمان او بريکس هم د ایران او بېلاروس ترمنځ د رغنده تعاملاتو د پراخولو او اسانتيا لپاره چوکاټونه او بنسټونه دي.
د ایران د اسلامي جمهوريت ولسمشر، د ایران اسلامي جمهوريت او بېلاروس ترمنځ د نظرياتو پراخ اشتراکات، د دوه اړخيزو تړونونو د بشپړ عملي کولو او همدارنګه په سيمه ايزه او نړيواله کچه د دواړو هېوادونو د جدي همکارۍ لپاره مناسبه زمينه وبلله.
پزشکیان وويل: د امريکا په مشرۍ لوېديځ هېوادونه غواړي چې زموږ د حرکت لاره د خپلو نظرونو سره سم تنظيم کړي، خو ایران او بېلاروس باور لري چې دوی له هغو هېوادونو څخه چې د تحريمونو له لارې پر نورو د اغېزو په لټه کې دي، هېڅ کم نه لري او کولای شي له يو بل سره په جدي همکارۍ سره پر تحريمونو او ستونزو برلاسي شي.
لوکاشنکو: بېلاروس د ایران لپاره تل دوست او د باور وړ شريک دی
د بېلاروس ولسمشر «الکساندر لوکاشنکو» هم په دې کتنه کې خپل هېواد د ایران لپاره تل دوست او د باور وړ شريک وباله او ويې ويل: زه ډاډ درکوم چې د دواړو خواو ترمنځ د دوستۍ او تعامل په فضا کې موږ کولای شو همکارۍ پراخې کړو.
د بېلاروس ولسمشر همدارنګه تهران ته د خپل سفر په يادولو سره، وويل چې د دې سفر او په ځانګړې توګه د انقلاب له مشر سره د ليدنې له امله ډېرې ښې خاطرې لري او زیاته یې کړه: زه باور لرم چې زموږ د همکاريو د پراخولو په وړاندې هيڅ لاره بنده نه ده او کولای شو د ټولو مطلوبو موضوعاتو او د همکارۍ د ساحو په اړه خبرې اترې وکړو او دوه اړخيزې اړيکې تر لوړې کچې ته ورسوو.