د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د اسټرالیا غلیمانه اقدامات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163782-د_ایران_د_اسلامي_جمهوریت_په_خلاف_د_اسټرالیا_غلیمانه_اقدامات
پارس تودی-د استرالیا لومړي وزیر  په دغه هیواد کې د یهودو په خلاف د فعالیت په تور د ایران په خلاف د یو لړ اقداماتو خبر ورکړی.
(last modified 2025-08-26T08:15:31+00:00 )
Aug 26, 2025 12:43 Asia/Kabul
  • د اسټرالیا لومړي وزیر
    د اسټرالیا لومړي وزیر

پارس تودی-د استرالیا لومړي وزیر  په دغه هیواد کې د یهودو په خلاف د فعالیت په تور د ایران په خلاف د یو لړ اقداماتو خبر ورکړی.

د استرالیا لومړي وزیر «انتوني البانیز» په دغه هیواد کې د یهودو په خلاف په دوو بریدونو کې په ایران باندې د ښکېلتیا تور لګولی دی.

البانیز د ثبوت له وړاندې کولو پرته ادعا وکړه چې د استرالیا استخباراتي ارګانونو په سیډني کې په یوه رستورانت او په ملبورن کې د یوې کنیسې باندې وروستي بریدونه ایران سره تړلي بللې دي.

همدارنګه، د استرالیا دولت په دغه هیواد کې د ایران سفیر ته خبر ورکړ چې هغه به «اخراج» شي. البانیز وویل چې دوی به په ایران کې میشت استرالیایي دیپلوماتان یوه درېیم هیواد ته واستوي.

هاخوا بیا  «پني وانګ» د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې کانبرا به د استرالیایانو د ګټو د پرمختګ لپاره له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې وساتي.

انتوني البانیز  د اسټرالیا جاسوسۍ ادارې ته په اشارې سره، ادعا وکړه: «د استرالیا د استخباراتو او امنیت سازمان کافي معتبر معلومات راټول کړي چې یو ژور اندېښمنوونکی پایلې ته رسېږي. د ایران دولت لږ تر لږه د دې دوو بریدونو لارښوونه کړې ده. ایران هڅه کړې چې خپل لاسوهنه پټه کړي، خو زمونږ جاسوسۍ ادارې ارزونه کړې چې ایران د دې بریدونو تر شا دی.»

د استرالیا لومړي وزیر د خپلو چټي ادعاګانو په دوام کې زیاته کړه چې کانبرا به یو قانون تصویب کړي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلابي ځواکونه به د «ترهګرو سازمانونو» په لیست کې شامل کړي.

د اسوشیتدپرس خبري اژانس د راپور له مخې، له هغه وخته چې په ۲۰۲۳ کال کې د اسراییلو رژیم د فلسطین د حماس مقاومت پر ضد جګړه پیل کړه، د استرالیا په دوو ښارونو په کچه د یهودستیزانه پېښو زیاتوالی لیدل شوی دی. په هر حال، د کانبرا دولت پرته له کومو اسنادو وړاندې کولو جنجالي اقداماتو ته لاس پوري کړي دي.

په تېرو میاشتو کې استرالیا څو ځلې د فلسطین د ملاتړو لاریونونو شاهد وه. د روانې اونۍ په پیل کې او په غزه کې د قحطۍ د اعلان په تعقیب، د فلسطین په ملاتړ کې استرالیا د خپل تاریخ تر ټولو د لوی لاریون کتوونکې وه، چې شاوخوا نیم میلیون کسانو د دې هیواد په بېلابېلو ښارونو کې د لاریون په ترڅ کې د اسراییلو رژیم د بایکاټ او له هغه سره د وسلو د سوداګرۍ د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.