د امام خمیني نظریات | اسلامي حکومت، د ټولنو لپاره غوره حکومت
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163968-د_امام_خمیني_نظریات_اسلامي_حکومت_د_ټولنو_لپاره_غوره_حکومت
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر امام خمیني (ره) غوره حکومت هغه ګڼې چې په ټولنو کې د الهي قانون پر بنسټ وي.
(last modified 2025-08-30T12:09:20+00:00 )
Aug 30, 2025 16:36 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر امام خمیني (ره)
    د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر امام خمیني (ره)

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر امام خمیني (ره) غوره حکومت هغه ګڼې چې په ټولنو کې د الهي قانون پر بنسټ وي.

د پارس ټوډې په دې لیکنه کې د امام خمیني (ره) د نظریاتو په ځانګړې توګه د ټولنې د حکومت د ډول په اړه، یوه کتنه شوې ده.

د امام خمیني (ره) له نظره په ټولنو کې غوره حکومت کوم دی؟

د حق د حکومت جوړولو اړتیا

امام خمیني (ره) د هرې ټولنې لپاره د حکومت شتون اړین او ضروري بللی او په دې باور وو چې غوره حکومت هغه دی چې د الهي قانون پر بنسټ وي او پلي کوونکی یې هم وي. هغه نوم چې نوموړی د حق او مطلوب حکومت لپاره کارولی، اسلامي حکومت دی.

د امام خمیني (ره) په باور، د حق د حکومت جوړول پرته له دې چې د ناعادلانه حاکمیت پر وړاندې پاڅون وشي، ممکن نه دی او دا پاڅون د هغه په نظریاتو کې د سیاست او عرفان د ګډې نقطې په توګه دی او داخلي حیات او بهرني حیات دوه اړخونه (د نفس تزکیه او د ټولنې تزکیه) په بر کې نیسي. په دې مانا چې د ټولنې اصلاح له ټولنیزو فسادونو او انحرافاتو څخه یوازې د قیام لله (د خداي لپاره پاڅون) له لارې ممکنه ده، او د ټولنې اصلاح پرته له دې چې فرد له اخلاقي رذایلو او انحرافاتو پاک شي، ممکنه نه ده. د اسلامي عدل د حکومت تاسیس د دې پاڅون د دواړو اړخونو پایله ده.

امام خمیني (ره) په ځانګړې توګه د سیاسي نظریې او فکر په برخه کې، د نړیوال اسلامي حکومت په طرفدارۍ باور درلود او د داسې یوه حکومت د تحقق په هیله وو، له همدې امله یې په صراحت سره د ملي حکومت له بنسټونو، لکه توکمپالنې او قومي تعصب سره مخالفت کاوه او د اسلامي نړۍ په کچه د دې ډول سیاسي نظریاتو ترویج یې د دښمنانو توطئه بلله. په هر حال، نوموړي په عملي او سیاسي چلند کې، د نړۍ د موجوده واقعیتونو او حاکم نظام په پام کې نیولو سره، په ایران کې اسلامي حکومت تاسیس کړ او د دې چوکاټ په دننه کې یې د حکومت بنسټونه هم تنظیم کړل.