عراقچي درېو اروپایي هېوادونو ته د "اسنپبک" په اړه خبرداری ورکړ
-
د ایران خارجه وزیر سید عباس عراقچی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي درېو اروپایي هېوادونو ته د "اسنپبک" میکانیزم د فعالولو په اړه په یوه مشوره کې ولیکل: «د درېو اروپایي هېوادونو لپاره د دوو سختو انتخابونو دقیق تعبیر دا دی: که یې وکاروئ، له لاسه به مو ووځي.»
هغه په ایکس ټولنیزې شبکې کې ولیکل: « خبره یوازې دا نه ده چې درې اروپایي هېوادونه د اسنپبک میکانیزم فعالولو لپاره هېڅ قانوني، سیاسي یا اخلاقي حق نه لري، بلکې که دا حق یې هم درلود، د دې میکانیزم فعالول به اروپا تاواني کړي.»
هغه زیاته کړه: «د درې اروپایي هېوادونو لپاره د دوو سختو انتخابونو په اړه خبره دا ده: که د ماشې میکانیزم وکاروئ، له لاسه به مو ووځي، او شاید دا غوره وي چې ووایو: که یې وکاروئ، هر څه به له لاسه ورکړئ.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې ویلي وو چې شاید د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ له مسؤلې سره بله ناسته وشي، خو دا د اروپا له پریکړې سره تړلې ده.
هغه د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې له عمومي رئیس رافائل ګروسي سره د خبرو په اړه وویل: «په قاهره کې مذاکرات ډېر جدي وو. د جګړې وروسته مذاکرات، چې د هرې شیبې په اوږدو کې د شهیدانو انځورونه د سترګو مخې ته تېرېږي، اسانه نه دي او د خندا ځای هم نه دی.»
په داسي حال کې چي امریکا خپله د برجام له ایټمي هوکړې ووتۍ او اروپایانو هم خپلې ژمنې پوره نه کړې، اوس فرانسې، جرمني او انګلیس غواړې د همدې هوکړې له مخې، د یوه حقوقي مکانیزم په فعاله کولو سره، د ایران په خلاف د امنیت شورا لغوه شوي بندیزونه بیرته فعاله کړي.