عراقچي: ډېر هیوادونه هڅه کوي د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164678-عراقچي_ډېر_هیوادونه_هڅه_کوي_د_ایران_او_امریکا_ترمنځ_منځګړیتوب_وکړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، ډېر هیوادونه هڅه کوي د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب وکړي او دا یوازې د قطر موضوع نه ده. 
(last modified 2025-09-16T09:53:42+00:00 )
Sep 16, 2025 14:22 Asia/Kabul
  • عراقچي: ډېر هیوادونه هڅه کوي د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، ډېر هیوادونه هڅه کوي د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب وکړي او دا یوازې د قطر موضوع نه ده. 

«سید عباس عراقچي»، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، د سې شنبې په ورځ د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) په غونډه کې له خبریالانو سره خبرې وکړې او د اکو پیاوړتیا، د قفقاز موضوعات، د صهیونیستي رژیم پر وړاندې مقابله، د ایران او امریکا ترمنځ احتمالي خبرې اترې او د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ایران شتون په اړه یې خبرې وکړې. 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دوحې په ګډه غونډه کې د اسلامي همکارۍ سازمان او عربي اتحادیې په اړه وویل: دا غونډه په حساسو شرایطو کې ترسره شوه او د صهیونیستي رژیم له لوري د سیمې هیوادونو لپاره د رامنځته شوي خطر په هکله و.

د ایران خارجه وزیر ټینګار وکړ چي د صهیونیستي رژیم یرغل د سیمې ټولو هیوادونو لپاره یو حقیقي واقعیت دی او اوسنی تمرکز د دې خطر پر وړاندې د مقابلې پر لارو چارو دی. 

هغه د قطر د منځګړیتوب د رول په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: په سیمه کې ډېر هیوادونه هڅه کوي مثبت رول ولوبوي، خو اصلي موضوع د مقابل لوري یعني د امریکا اراده ده چې د متقابلو ګټو پر بنسټ او بې له ګواښ توافق ته ورسیږي. که دوی دې ټکي ته ورسیږي، نور موضوعات به حل شي.