ولې په ایران او نړۍ کې د «شیرین» نوم مشهور دی؟
-
یوه وړوکې ایرانۍ انجلۍ
پارس تودی- د «شیرین» نوم د ایراني کلتور تر ټولو زړه راښکونکي او رازناک نومونو څخه دی؛ یو نوم چې نه یوازې د غږ له پلوه نرم او خوږ دی، بلکې د معنا له مخې هم ژور عاطفي، تاریخي او ادبي ارزښت لري.
د «شیرین» نوم له یوې ښکلې کلمې څخه ورهاخوا دی؛ دا د مینې، ادب او لطافت میراث دی چې د ایران له کلاسیک ادبیاتو څخه راوتلی او نن ورځ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې هم اورېدل کېږي. د خسرو او شیرین له کیسې څخه نیولې بیا د نویو نسلونو تر زانګو پورې، «شیرین» لا هم د مینې، اصالت او ښکلا نښه ده.
ام «شیرین» آوای لطافت، میراث عشق در فرهنگ ایرانی و فراتر از آن واژهٔ «شیرین» در زبان فارسی به معنای خوشطعم، دلپسند و دوستداشتنی است. این نام، از دیرباز در ادبیات کلاسیک ایران جایگاه ویژهای داشته و با شخصیت افسانهای «شیرین» در منظومهٔ عاشقانهٔ «خسرو و شیرین» اثر نظامی گنجوی، شاعر ایرانی پیوندی ناگسستنی دارد. شیرین در این روایت، نماد عشق، وفاداری، هوشمندی و زیبایی است.
د پارس تودي د راپور له مخې، د «شیرین» نوم په ایراني کلتور کې د مینې میراث او د لطافت غږ دی او له دې هاخوا په فارسي ژبه کې «شیرین» د خوندور، زړه راښکونکي او مینه ناک معنی ورکوی. دا نوم له پخوا راهیسې په ایراني کلاسیک ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري او د ایراني شاعر نظامي ګنجوي، د «خسرو او شیرین» په عاشقانه ټولګه کې د «شیرین» له افسانوي کردار سره نه جلا کېدونکې اړیکه لري. په دې کیسه کې، شیرین د مینې، وفادارۍ، هوښیارۍ او ښکلا نښه ده.
خو د «شیرین» شهرت یوازې د ایران تر پولو پورې محدود نه دی. په بهرنیو فارسي ژبو ټولنو کې، لکه افغانستان، تاجیکستان او په اروپا او امریکا کې د ایراني کډوالو په منځ کې، دا نوم لا هم یو مشهور انتخاب دی. په لوېدیځو هېوادونو کې هم «شیرین» د ساده او موسیقایی تلفظ له امله د یو ځانګړي او بې ساري نوم په توګه پېژندل کېږي. په ترکیه کې، دŞirin» » (سیرین) بڼه چې د ښکلې او زړه راښکونکې معنی لري، عام کارول کېږي او په عربي ټولنو کې هم ورته ټکې لیدل کېږي.
په نظامي ګنجوي کې د «خسرو او شیرین» عاشقانه تولګه کې د «شیرین» کردار د مینې، وفادارۍ او ښځینه ښکلا نښه ده. دا کیسه په بېلابېلو اروپایي ژبو کې ژباړل شوې او د «شیرین» نوم یې نړیوالو اورېدونکو ته ورپېژندلی دی.
د روانشناسۍ له نظره، د «شیرین» نوم مهربانه، زړه تودوونکي او ټولنیز شخصیتونه راپه یادوي. ډېری خلګ دا نوم غوره کوي ترڅو یې اولاد د مینې، ادب او ښکلا د میراث وارث وي، یو نوم چې هم په ایراني کلتور کې ریښې لري او هم د نړیوالو انساني ارزښتونو او ښکلا پېژندنې سره سمون لري.
هغه نومونه چې د آرامۍ، مینې او اصالت احساس ورکوي، په نننيو ټولنو کې مشهور دي. «شیرین» د ژبني نرمۍ او کلتوري ژوروالي په ترکیب سره، هم د دودیزو کورنیو او هم د نوي نسل په منځ کې ځانګړی ځای لري.
نن ورځ د «شیرین» نوم د فارسي ادبیاتو د عاشقانه مخینې او یوې نړیوالې راتلونکې ترمنځ یو پل دی چې په هغه کې لطافت، معنا او اصالت لا هم ارزښتمن دي.