خاتم‌کاري؛ نړیوالو مینوالو لپاره د ایران ښکلی هنر
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i165360-خاتم_کاري_نړیوالو_مینوالو_لپاره_د_ایران_ښکلی_هنر
پارس تودی- د بهرنیو مینوالو لپاره، خاتم‌کاري نه یوازې یو تزئیني (سینګار) محصول دی، بلکې د ایران د کلتوري میراث یو سمبول هم دی.
(last modified 2025-10-02T04:30:04+00:00 )
Oct 02, 2025 08:57 Asia/Kabul
  • خاتم‌کاري؛ نړیوالو مینوالو لپاره د ایران ښکلی هنر
    خاتم‌کاري؛ نړیوالو مینوالو لپاره د ایران ښکلی هنر

پارس تودی- د بهرنیو مینوالو لپاره، خاتم‌کاري نه یوازې یو تزئیني (سینګار) محصول دی، بلکې د ایران د کلتوري میراث یو سمبول هم دی.

خاتم‌کاري د ایران یو له خورا ارزښتمنو او پیچلو دودیزو هنرونو څخه دی چې په خپلې بې سارې ظرافت (نازکتیا) سره د هر لیدونکي زړه جذبوي. د پارس‌تودي د راپور له مخې، دا هنر چې څو سوه کاله تاریخ لري، د اصفهان او شیراز په شان په ښارونو کې غوړېدلی او نن ورځ د ایراني ذوق، ځیرتیا او ښکلا د سمبول په توګه پېژندل کیږي.

په خاتم‌کاري (د لرګیو او فلزاتو نازک هنر) کې، هنرمندان د لرګیو، هډوکو، فلزاتو او کله ناکله د عاج له وړو وړو ټوټو څخه په استفادې سره منظم او زړه‌راکښونکي هندسي ډیزاینونه جوړوي. دا ټوټې یو له بل سره یوځای کیږي، په نازکو ټوټو باندې پرې کیږي او بیا د بکسونو، د عکس چوکاټونو، میزونو، قلم‌دانۍ، موسیقي آلاتو او حتی فرنیچرو او داسي نورو وسایلو پر سطوحو باندې نصب کیږي. پایله یې یو داسې اثر دی چې سترګې جذبوي او له کلتوري پلوه، ژور هنري او تاریخي پیغامونه لري.

د بهرنیو مینوالو لپاره، خاتم‌کاري نه یوازې یو تزئیني (سینګار) محصول دی، بلکې د ایران د کلتوري میراث یو سمبول هم دی. دا هنر د ریاضیاتو، ښکلا پېژندنې او لاسي مهارتونو ترکیب دی چې په هره ټوټه کې یې ساعتونه هڅې او ځیرتیا نغښتی دی. په خاتم‌کاري آثارو کې د ستوري، ګلانو او شپږ‌اړخیزو ډیزاینونو طرحې په ایراني کلتور کې د همغږۍ او نظم څرګندونه کوي.

په وروستیو کلونو کې، ایراني هنرمندانو د دودیزې خاتم‌کارۍ او عصري ډیزاین د تلفیق له لارې د زیوراتو بکسونه، د موبایل چوکاټونه، تزئیني وسایل او لوکس ډالۍ په شان محصولات تولید کړي چې په نړیوالو بازارونو کې ورڅخه هرکلی شوي دي. دغه بدلون د صادراتو، هنري همکاریو او کلتوري پانګونو لپاره مناسبه زمینه برابره کړې ده.

ایراني خاتم‌کاري، په خپل اصالت، ښکلا او لوړ کیفیت سره، کولای شي په کورونو، ګالریو او د نړیوالو مینوالو په هنري ټولګو کې ځانګړی ځای ولري. دا هنر د تېر او اوسني، دود او نوښت ترمنځ یو پل دی او د ایران د ولس د نازک او نوښتګر روح د پېژندلو لپاره یوه موقع ده.