سردار فدوي: صهیونیستي دښمن د جګړو د بندولو لپاره زارۍ وکړه 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i165986-سردار_فدوي_صهیونیستي_دښمن_د_جګړو_د_بندولو_لپاره_زارۍ_وکړه
پارس‌ ټوډی-  د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان مرستیال وایي،  صهیونیستي دښمن د جګړو د بندولو لپاره زاري وکړه.
(last modified 2025-10-16T11:07:37+00:00 )
Oct 16, 2025 14:18 Asia/Kabul
  • •          سردار سرتیپ پاسدار «علي فدوي» د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي مرستیال
    •          سردار سرتیپ پاسدار «علي فدوي» د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي مرستیال

پارس‌ ټوډی-  د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان مرستیال وایي،  صهیونیستي دښمن د جګړو د بندولو لپاره زاري وکړه.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو  د عمومي قوماندان مرستیال جنرال علي فدوي د پنجشنبې په سهار د ایران شمال ختیځ کې د خراسان شمالي د حضرت جوادالائمه (ع) سپاه د قوماندان د پېژندنې په مراسمو کې یادونه وکړه: «په ۱۲ ورځنۍ مقدسه دفاع کې ټول ښکېل وو، دښمنان لکه امريکا، صهيونيستان، اروپايان او د سيمې هېوادونه د جګړې په ډګر کې حاضر وو، خو په پای کې دښمن زارۍ وکړې او لاسونه يې پورته کړل، څو جګړه بنده شي