د امام خامنه اي ویناوې؛ دداخلی اقتصاد پیاوړتیا،بندیزونه بې اغیزې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i166064-د_امام_خامنه_اي_ویناوې_دداخلی_اقتصاد_پیاوړتیا_بندیزونه_بې_اغیزې_کوي
پارس‌ټوډی- د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا...العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل؛په اقتصاد کې،که مونږ پیاوړي شو او قدرتمند شو،نو بندیز او بایکاټ نور هیڅ معنی نه لري او  بندیز کارندوالی نه لري.
(last modified 2025-10-18T07:54:45+00:00 )
Oct 18, 2025 12:15 Asia/Kabul
  • د امام خامنه اي ویناوې؛ دداخلی اقتصاد پیاوړتیا،بندیزونه بې اغیزې کوي

پارس‌ټوډی- د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا...العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل؛په اقتصاد کې،که مونږ پیاوړي شو او قدرتمند شو،نو بندیز او بایکاټ نور هیڅ معنی نه لري او  بندیز کارندوالی نه لري.

د پارس‌ټوډی  د KHAMENEI.IR  ویب پاڼې له قوله راپور  ورکړی، اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای،  په ۱۳۹۵/۰۳/۲۶ کې د خبرګانو  شورا له مشر او غړو سره په لیدنې کې یاده کړه: په اقتصاد کې، که مونږ پیاوړي شو او  قدرتمند، نو بندیز نور څه معنی نه لري او بندیز یوبې کاره آوزار کېږي؛ که مونږ په داخل کې وتوانېدو چې اقتصادي واک ترلاسه کړو، نو دوي  به پخپله راشي په  التماس  سره په  اقتصادي  ارتباط پسې؛نو بیا  نه یوازې  بندیز نه لګوي، بلکې که مونږ بایکاټ کړو،نو دوي راځي او و ائي ، بندیز وه لګوئ ؛ ددا یوه طبیعي  خبره  او کار دی .:

نن سبا د یو  ملت عزت په پیاوړي کېدا کې دی

حضرت  امام خامنه ای همداراز  د ۱۳۹۴لمریز کال د  کب یا هوت د میاشتې په شلمه  نیټه  د  ایران د رهبرۍ د خبرګانو  شورا له مشر او غړو سره په لیدنې کې ټینګار وکړ: د  ایران  د اسلامي جمهوریت د لسیزو تجربې ښئي چې مونږ باید خپل ځان پیاوړی کړو،قدرتمند شو؛له   فکري پلوه ئې پیاوړی کړو، له  سیاسي پلوه  ځان پیاوړی کړو، له  اقتصادي، علمي او کلتوري  پلوه ځان پیاوړي کړو، کله چې پیاوړي شو، نو په طبیعي ډول به مو عزت  پیداشي؛ ننسبا  په نړۍ کې د یو ملت عزت  همدا دی.

دښمن، د اسلامي جمهوریت له اقتدار سره مخالف دی

په همدې برخې کې د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ۱۳۹۶ لمریز کال  د تلې یا میزان د میاشتې په شپږویشتمه نیټه   د ایران د ځوانو غوره علمي شخصیّتونو   سره په لیدنې کې وفرمائيل؛ دښمن، د ایران د اسلامي جمهوریت له اقتدار او واکمنئ سره مخالف دی؛ هر څومره چې  د ایران په اسلامي جمهوریت کې د اقتدار او  واک عنصر او  پیاوړی  وي، نو دښمن  به ورسره مخالف وی. مونږ باید له دښمن سره سره، هڅه وکړو چې  د ایران داسلامي جمهوریت  په داخل کې د قدرت عناصر زیات کړو. یو هم هماغه علم دی چې تاسو پرې  پوهه یاست؛ په حقیقت کې دا د مبارزې میدان دی، د قدرت  زمینه هيواد دی.  یو هم دفاعي  قدرت دی؛ همدا د  توغندیو موضوع او همدا خبرې  شور ماشور کوي،باید ورځ تر بلې دغه دفاعی قدرت زیات شي.او البته  دا کار روان  دی،د دښمنانو سترګې دې ړندې وي. او د ا قدرتمنیدا او پیاوړي کیدا  ان شاالله ورځ تر بلې لاپه زیاتیدا دی.دریم قدرت اقتصاد دی ؛ د اقتصادي قدرت  اهتمام وکړئ ، اقتصادي قدرت هم  له چا سره په اړوندوالی سره نه ترلاسه کیږی ، باید دمونږ اقتصاد  په داخلی بڼه زیات شي؛ یعنی هماغه مقاومتی اقتصاد، چې سیاستونه ئې اعلان شوي دی او باید تعقیب شي.

په پیاوړی اقتصاد سره ،ملی عزت ، ملی اقتدار او ملی امنیت ترلاسه کیږي

په عین حال کې امام خامنه ای  د ۱۳۹۶ لمریز کال د وری یا حمل د میاشتې په لومړئ نیټه د حضرت امام رضا علیه السلام د لسګونو زره زیارتوالو او ګاونډیانو په ټول کې  ووئیل؛ مونږ  د ایران لپاره  او د خپل ملت لپاره څه غواړو؟،مونږ غواړو  دملت او هیوادتر کومه ورسیږي؟، مونږ دایران د ملت لباره ملی امنیت غواړو ، ملی عزت غواړو ،عمومی سلامتیا غواړو،عمومی هوساینه غواغړو، هر اړخیز پرمختګ غواړو ، له نړیوالو سلطه ګرو قدرتونو څخه  خپلواکي  غواړو، د وړتیاؤ غوړیدا غواړو ، د نشې، فساد او ددوی په شان د نورو ښکارندو له ټولنیزو تاوانونو څخه  نجات غواړو . دا ټول شیان دهیواد لباهر غواړو . دا هغه شیان دی چې مونږ ئې په مادي مسئلو کې تعقیبوو،  او  غواړو  ئې ،  هغه مهال  به ملت آرامښت ته ورسیږي، چې دغه مواد  د هیواد په داخل  کې ورته تامین شي.نو دا څرنګه ترلاسه کیدلی شي؟ ملی عزت ، ملی امنیت ، ملی اقتدار ، ملی پت  او هراړخیز پرمختګ څرنګه ترلاسه کیږی؟، نو زه عرض  کوم ، له دې پرته چې هیواد  یو پیاوړی اقتصاد ولرل شي،  دا نشي ترلاسه کیدلی. زمونږ اړتیا ، یو پياوړی اقتصاد، پیاوړی تولید ، او له پیاوړي مدیریّت سره یوځا دی ، زمونږ اړتیا دا ده  چې  یو پیاوړی اوډاډمن او په ځان بسیه کونکی اقتصاد  چې د مونږ لاسونه  دنورو په لور ونه غزیږي.