د نړۍ د پارلیمانو پایزه اعلامیه،د نړیوالوبشري قوانینو پرپیاوړتیا ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i166340-د_نړۍ_د_پارلیمانو_پایزه_اعلامیه_د_نړیوالوبشري_قوانینو_پرپیاوړتیا_ټینګار
پارس ټوډی - د نړئ د پارلمانونو نړیوالې  ټولنې (IPU) په ۱۵۱ غونډې پایزې  اعلامیې کې د سولې په پراختیا  کې د پارلماني ډیپلوماسۍ  پر لوي رول ټینګار شوی او له ټولو هېوادونو غوښتل شوي چې د بشري مرستو له سیاسي کولو څخه دې  ډډه وکړي او د نړیوالو بشري قوانینو اصول دې مراعات کړي.
(last modified 2025-10-25T08:04:10+00:00 )
Oct 25, 2025 12:29 Asia/Kabul
  • د نړۍ د پارلیمانو پایزه اعلامیه،د نړیوالوبشري قوانینو پرپیاوړتیا ټینګار

پارس ټوډی - د نړئ د پارلمانونو نړیوالې  ټولنې (IPU) په ۱۵۱ غونډې پایزې  اعلامیې کې د سولې په پراختیا  کې د پارلماني ډیپلوماسۍ  پر لوي رول ټینګار شوی او له ټولو هېوادونو غوښتل شوي چې د بشري مرستو له سیاسي کولو څخه دې  ډډه وکړي او د نړیوالو بشري قوانینو اصول دې مراعات کړي.

د نړئ د پارلمانونو د ټولنې (IPU) پایزه  اعلامیه چې د  ایران د اسلامي جمهوریت  پشمول د ټولو غړو په لاسلیک سره خپره شوې، ، دنړیوالو  بشري قوانینو په پیاوړتیا او په  بحرانونو کې پر  امدادي اقداماتو ټینګار شوی دی. دا غونډه چې د ایران  د پارلماني پلاوي په فعال ګډون کې په جنیوا کې ترسره شوې،په څواړخیز پالنې ، پیوستون  او د خبرو اتروپه پرمختګ کې د پارلماني ډیپلوماسۍ پر رول د یوه   اساسی چورلیز په  توګه   ورته پام شوی دی

د پارس ټوډي راپور  د راپور له مخې، د ایران پلاوي  د نړئ د  پارلمانونو د  ټولنې (IPU)  په ۱۵۱ غونډې کې د ایران د اسلامي  جمهوریت له خوا د  بشري  چارو په باب موقف  او لیدلوري څرګند کړل، او   د نړیوالو قوانینو نظام او په  بحرانونو کې   ګډو بشري اصولو ته د ایران  پر ژمنې ټینګار وکړ. همدارنګه د دغه  پلاوي غړو  د غونډې څنډې کې د بېلابېلو هيوادونو د پارلیمانونو له  مشرانو او مرستیالانو سره په لیدنو کې د سیمې او نړۍ د مهمو مسئلو په اړه د نظرونو  تبادله وشوه .

د نړئ  د پارلمانونو  ټولنې (IPU) په پایزې  اعلامیې کې د وسله‌والو جګړو په بې مخینې ډول  زیاتوالي او د   غیر پوځي وګړو،ښځو،ماشومانو او کډوالو په شمول    تاوان موندونکو ډلو  ته په اشارې سره ،د پرسنل درملنې  او د روغتونونو او د عمومی بیخ بینائي تاسیساتو  پر فوري ساتنې ټینګار وشو.  دغه نړیوال سند د اوږد مهاله  بشري اغیزو لرونکو وسلو لکه د انساني ضده ماینونو او غونچه ایزو بمونو  او نورو  مهماتو کارول منع اعلان کړي او د بشري مرستو د سیاسي کېدو او نړیوالو ژغورونکو  بودیجو دکمیداپه باب ئې  هشدار ورکړی.

 بین الپارلیماني ټولنې (IPU) له ټولو حکومتونو غوښتنه کړې چې د بشري مرستو چټک او بې‌ مانعه  لاسرسی دې تضمین کړي او  د نړیوال سره صلیب  دکمیټې په څير  له اورګانونو څخه دې مالی ا و سیاسي ملاتړونه وکړي. څخه مالي او سیاسي ملاتړ وکړي.همدارنګه په داخلی  قوانینو کې د انسان د وستۍ د قوانینو د پیاوړتیا،وسلوالو ځواکونو ته د دغو  اصولو  د روزنې  اوله جګړې جنایاتو سره دمقابلې لپاره  داغیز شیندونکو  لارو  چارو داجرا په ضرورت ټينګار شوی دی

دا اعلامیه په پای کې له سولې او امنیت سره د اړونده  فیصلو په بهیر ونو کې  د ښځو او ځوانانو د رول پر زیاتولو او  د نړیوالو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا لپاره د پارلیماني ډیپلوماسۍ څخه   استفادې ته  ژمنتیاؤ ته اشاره شوې ده.