ولي د ایران تیلي بندیزونه ناکامه شوې؟
-
نړیوالو بازارونو ته د ایران د تیلو د صادراتو دوام
پارس تودی- د تېل وړونکي کښتیو د څار نړیوالې موسسې، په خپل تازه راپور کې اعلان وکړ چي د ایران د اومو تېلو صادرات په تېرو اوو کلونو کې خپل تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
د تېل وړونکي کښتیو د څار نړیوالې موسسې «تانکر ترکرز» اعلان وکړ چي د ایران د اومو تېلو صادرات د ۲۰۲۵ میلادي کال په سپټمبر میاشته کې، د ورځې دوو میلیون بېلرو ته رسېدلې چي په تېرو اوو کلونو کې بې سارې ده. د یادې موسسې ویب پاڼې په یوه پیغام کې ولیکل: د ۲۰۲۵ میلادي کال په سپټمبر میاشته کې د ایران د تیلو د صادراتو کچه له ۲۰۱۸ میلادي کال راپه دې خوا په بې مخینې توګه زیاته شوې ده.
د ایران د تیلو د صادراتو زیاتوالې په اړه احصایې په داسي حال کې خپریږي چي د ۲۰۲۵ میلادي کال د سپټمبر په میاشته کې د ایران په خلاف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیرقانوني او ظالمانه بندیزونه یو ځلې بیا فعاله شو. امریکا او د هغوی اروپایي ملګرو هیله درلوده چي د ملګرو ملتونو د بندیزونو بیرته ستنېده، نړیوالو بازارونو لکه چین ته د ایران د تیلو په صادراتو باندې اثر وکړي، خو نوې معلومات، او همداشان د کارپوهانو او د ایراني چارواکو وېناوې، د ایران د تیلو په صادراتو باندې د دې بندیزونو د نه اغیز ښودنه کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزیر محسن پاک نژاد له دې مخکې ویلي وه چي د ملګرو ملتونو د بندیزونو راستنېده، د ایران په تیلي صادراتو باندې به د نویو فشارونو لامل نه شي. پاک نژاد د تېرو کلونو تجروبو ته په اشارې سره زیاته کړه: ایران توانېدلی دی چي د خپل د تېلو په خلاف د امریکا تر ټولو د سختو بندیزونو اثرات هم شنډ کړي.
په ایران کې د چین سفیر «زونګ پي وو» په دې اړه وویل: د ایران او چین تر مینځ اړیکې به د امریکا له اقداماتو څخه اغېزمن نه شي او دواړه لورې به قدرت سره همکاریو ته دوام ورکړي. په تهران کې د چین سفیر زیاته کړه: له ایران څخه د یوه دوست هیواد په توګه ملاتړ کوو او اجازه نه ورکوو چي بندیزونه د دې دواړو هیوادونو په چارو کې خنډ رامینځته کړي.
زونګ پی وو همدارنګه وویل: د امریکا غیرمنطقي فشارونه نه منو او پروایې نه کوو او په عملي ډګر کې ورسره خپل مخالفت څرګندوو او نه پرېږدو چي د ایران او چین تر مینځ ملګرتیا کې ستونزه پیدا شي.
د ایران په تېلو باندې بندیزونه، په دې وروستیو کلونو کې تل ناکامه پاتې شوې ځکه چي ایران توانېدلی دی په مختلفو لارو چارو سره، منجمله، خپلواکونو هیوادونو سره د همکاریو، ډیپلماټیکې او تخنیکي اوزارونو په کارولو او د تیلي صادراتو لپاره د نویو لارو په موندلو سره، خپل ټول ګیراکان لکه چین له ځان سره وساتي. چین، هند او ځینې عربي هیوادونه د امریکا یو اړخیز بندیزونه په رسمیت نه پیژني او له ایران څخه د تېلو پېر ته دوام ورکوي.
د انرژیو نړیوال بازار د ایران تېلو ته اړتیا لري ځکه چي ایران د بندیزونو سربېره، لاهم د نړیوال اومه تېلو د مارکیټ لوی لوبغاړی بلل کیږي. د ورځې د دوو میلیون بېلرو په کچه د تیلو صادرات، د ایران د مهم ځایګی ښودونکی دی.
له ایران سره له همکاریو څخه د خپلواکو هیوادونو هرکلی په دې وروستیو کلونو کې خورا زیاته شوې ده. چین د امریکا په بندیزونو باندې د سترګو په بندولو سره، له ایران څخه د تیلو وارداتو ته دوام ورکړی دی او هغه یې د خپلې انرژی پورې اړوند د استراتیژی یوه برخه ګڼي. د اقتصاد او انرژیو په برخه کې له روسیې سره هم د ایران همکارۍ زیاتې شوې دي او لوېدیځ ته د اړتیاو له کمېدو سره یې مرسته کړې ده.
په افریقا، جنوبي امریا او اسیا کې ډېری هیوادونه د ارزانه او ډاډمن انرژي زیرمو په لټه کې دي او ایران یو مناسب او ډآډمن شریک بولي. د بندیزونو سره بېره، ایران توانېدلی دی چي د تېلو د ایستلو او چڼ پورې تړلې بېخ بنایې تجهیزات فعاله وساتي او حتي وده ورکړي.
ایران د انرژیو په نړیوال مارکیټ کې ځانګړی ځای لري او په نړۍ کې د تېلو د زیرمو له پلوه په څلورم مقام کې او د ګازو د زیرمو په برخه کې د نړۍ دوهم بډایه هیواد بلل کیږي، چي له امله یې د انرژیو په یوه استراتیژیکه زیرمه باندې بدله شوې ده، ایران همداشان فارس خلیج، عمان سمندر او اسیایي بازرونو ته د نژدېوالې د امله مختلفو هیوادونو ته د صادراتو وړتیا لري.
د ایران په خلاف تیلي بندیزونه په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له ماتې سره مخ شو، ځکه چي ایران د مختلفو تخنیکي او ډیپلماټیکو اوزارونو په کارولو سره، د خپلو تیلي صادراتو په جاري ساتلو بریالی شوی او حتی پراختیایې هم ورکړې ده. دا بریا د انرژیو په نړیوال مارکیټ کې د ایران د جیوپولیټیک ځایګی اهمیت، استراتیژیکي هوښیارتوب او اقتصادي قدرت ښودنه کوي.
بهرني بریالي سیاست ته په کتو سره، او له ایران څخه د تیلو د رانیولو لپاره د مختلفو هیوادونو لېولتیا، د امریکا او غربیانو د یو اړخیزو بندیزونو په شنډولو کې کارنده تجروبه، ایران د انرژیو په نړیوال مارکیټ کې خپل مقام په بریا تثبیت کړی دی.