ایران د صهیونیستي رژیم د خارجه وزیر ادعا بې بنیاده وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167064-ایران_د_صهیونیستي_رژیم_د_خارجه_وزیر_ادعا_بې_بنیاده_وبلله
د صهیونیستي رژیم د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر ضد د نوې رسنیزې فضا جوړولو په دوام سره دا ځلې، ادعا وکړه چې تهران په ځینو هېوادونو کې د اسرائیل رژیم د سفیرانو د وژلو هڅې کړي دي.
(last modified 2025-11-11T23:28:12+00:00 )
Nov 12, 2025 03:57 Asia/Kabul
  • ایران د صهیونیستي رژیم د خارجه وزیر ادعا بې بنیاده وبلله

د صهیونیستي رژیم د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر ضد د نوې رسنیزې فضا جوړولو په دوام سره دا ځلې، ادعا وکړه چې تهران په ځینو هېوادونو کې د اسرائیل رژیم د سفیرانو د وژلو هڅې کړي دي.

، د صهیونیستي رژیم د بهرنیو چارو وزیر ګدعون ساعر ، په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا وکړه: ایران هڅه کړې چې په ځینو هېوادونو کې د اسرائیل سفیران ووژني.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  اسماعیل بقائی هم په یوه خبري غونډه کې د صهیونیستي رژیم ادعا بې بنیاده وبلله او د اسرائیل رژیم د دغه ادعا په اړه چې ایران په مکسیکو کې د دې رژیم د سفیر د وژلو پلان لرل، د ایرنا د خبریال په ځواب کې وویل: لکه څنګه چې زموږ سفارت اعلان کړی و، دا یوه بې بنسټه او مسخره ادعا وه.

اسماعیل بقايي زیاته کړه: د ایران د نړۍ د هیوادونو تر مینځ د دوستانه اړیکو د خرابولو هڅې د اسرائیل رژیم د دسیسو یوه برخه ده.