تاجکستان د «مشهد-دوشنبه» او «کیش-دوشنبه» الوتنو اعلان وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167140-تاجکستان_د_مشهد_دوشنبه_او_کیش_دوشنبه_الوتنو_اعلان_وکړ
پارس‌ ټوډی- د تاجکستان د هوايي چلند ادارې د دوه‌اړخیزو همکاریو او هوايي ترانسپورټ پراختیا لپاره اعلان وکړ چې د ایراني هوايي شرکتونو له خوا به د «مشهد» او «کیش» ښارونو څخه د «دوشنبه» ښار ته دوه نوې الوتنې پیل شي. 
(last modified 2025-11-13T12:35:15+00:00 )
Nov 13, 2025 14:39 Asia/Kabul
  • تاجکستان د «مشهد-دوشنبه» او «کیش-دوشنبه» الوتنو اعلان وکړ

پارس‌ ټوډی- د تاجکستان د هوايي چلند ادارې د دوه‌اړخیزو همکاریو او هوايي ترانسپورټ پراختیا لپاره اعلان وکړ چې د ایراني هوايي شرکتونو له خوا به د «مشهد» او «کیش» ښارونو څخه د «دوشنبه» ښار ته دوه نوې الوتنې پیل شي. 

دا اعلان د تاجکستان د هوايي چلند ادارې مشر حبیب‌الله نظرزاده او د ایران د هوايي چلند ادارې ولسمشر حسین پورفرزون ترمنځ په دوشنبه کې د یوې غونډې په ترڅ کې وشو.

د دوی په وینا، دا نوې الوتنې د دوو هېوادونو ترمنځ د هوايي تړونو پراختیا او د مسافرینو د اسانتیاوو زیاتولو لپاره مهم ګام دی.