د G7 غوښتنه چې ایران دې لهEAIA سره ملګرتیا وکړي، لاسوهنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167172-د_g7_غوښتنه_چې_ایران_دې_لهeaia_سره_ملګرتیا_وکړي_لاسوهنه_ده
پارس ټوډي – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوي د کینیډا په کوربه‌توب د G7 د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په پاي کې خپور شوی بیان، چې پکې پر ایران نیوکې شوې، بې‌اساس، غیرمسئولانه او باطل وباله.
(last modified 2025-11-14T05:24:11+00:00 )
Nov 14, 2025 09:51 Asia/Kabul
  •   د G7 غوښتنه چې ایران دې لهEAIA سره ملګرتیا وکړي، لاسوهنه ده

پارس ټوډي – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوي د کینیډا په کوربه‌توب د G7 د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په پاي کې خپور شوی بیان، چې پکې پر ایران نیوکې شوې، بې‌اساس، غیرمسئولانه او باطل وباله.

د پارس ټوډي د راپور له مخې،د یران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارود وزارت ویندوي اسماعیل بقائي وویل چې د G7  هېوادونو له لورې د اروپائي ټرائيکا او امریکا د غیرقانوني او  ناروا  اقدام ملاتړ،چې د  جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د اختلاف د حل میکانېزم څخه په ناوړه استفادې سره ئې د امنیت شورا لغوه شوي پرېکړه‌لیکونه  بیرته فعالول ،له نړیوال قانونه د سرغړونې ملاتړ ګڼل کېږي. هغه ټینګار وکړ چې د G7 دا دریځ هېڅکله د امریکا او اروپائي  ټرائيکا دغه غیرقانوني اقدام نه شي سپینولای.

د  ایران  د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا او صهیونیسټي رژیم له لوري پر ایران د پوځي  تېري او د سوله‌ییزو ایټمی تاسیساتو باندې د  برید یادونه وکړه او له  G7 غوښتنه چې ګواکې ایران دې  د ایټمی انرژۍ له نړیوال   اژانس سره ملګرتیا وکړي، ریاکاره او لاسوهونکی  اقدام وباله. هغه زیاته کړه: امریکا له  نړیوالې ایټمی موافقې  په غیرقانوني او یو اړخیز ډول وتلو او پر ایران د برید له امله د اوسني وضعیت اصلي ملامته ده، او اروپائي  ټرائيکا  هم د امریکا په تعقیب او د خپلو  ایټمی نړیوالې  موافقې په اړه  د مسؤلیتونو په خلاف ورزي کولو  سره نه یوازې خپلې ژمنې ماتې کړې، بلکې د ایران ټولې ډيپلوماتیکې هڅې ئې له پامه وغورځولې.

بقايي د فلسطین په اړه د G7 دریځ هم  غیرمسئولانه او د نړیوالو ژمنو خلاف  وباله، ځکه چې د ملتونو د حق  د ټاکلو او د نسل‌ وژنې د مخنیوي اصول تر پښو لاندې کوي.