د G7 غوښتنه چې ایران دې لهEAIA سره ملګرتیا وکړي، لاسوهنه ده
پارس ټوډي – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوي د کینیډا په کوربهتوب د G7 د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په پاي کې خپور شوی بیان، چې پکې پر ایران نیوکې شوې، بېاساس، غیرمسئولانه او باطل وباله.
د پارس ټوډي د راپور له مخې،د یران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارود وزارت ویندوي اسماعیل بقائي وویل چې د G7 هېوادونو له لورې د اروپائي ټرائيکا او امریکا د غیرقانوني او ناروا اقدام ملاتړ،چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د اختلاف د حل میکانېزم څخه په ناوړه استفادې سره ئې د امنیت شورا لغوه شوي پرېکړهلیکونه بیرته فعالول ،له نړیوال قانونه د سرغړونې ملاتړ ګڼل کېږي. هغه ټینګار وکړ چې د G7 دا دریځ هېڅکله د امریکا او اروپائي ټرائيکا دغه غیرقانوني اقدام نه شي سپینولای.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا او صهیونیسټي رژیم له لوري پر ایران د پوځي تېري او د سولهییزو ایټمی تاسیساتو باندې د برید یادونه وکړه او له G7 غوښتنه چې ګواکې ایران دې د ایټمی انرژۍ له نړیوال اژانس سره ملګرتیا وکړي، ریاکاره او لاسوهونکی اقدام وباله. هغه زیاته کړه: امریکا له نړیوالې ایټمی موافقې په غیرقانوني او یو اړخیز ډول وتلو او پر ایران د برید له امله د اوسني وضعیت اصلي ملامته ده، او اروپائي ټرائيکا هم د امریکا په تعقیب او د خپلو ایټمی نړیوالې موافقې په اړه د مسؤلیتونو په خلاف ورزي کولو سره نه یوازې خپلې ژمنې ماتې کړې، بلکې د ایران ټولې ډيپلوماتیکې هڅې ئې له پامه وغورځولې.
بقايي د فلسطین په اړه د G7 دریځ هم غیرمسئولانه او د نړیوالو ژمنو خلاف وباله، ځکه چې د ملتونو د حق د ټاکلو او د نسل وژنې د مخنیوي اصول تر پښو لاندې کوي.