عراقچي وايي د افغانستان او پاکستان په تړاو سیمه ییزه ناسته جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167276-عراقچي_وايي_د_افغانستان_او_پاکستان_په_تړاو_سیمه_ییزه_ناسته_جوړیږي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، چې له افغانستان او پاکستان سره په اړیکو کې دی او ددې مسالې د تعقیبولو لپاره یوه سیمه ییزه ناسته جوړیږي.
(last modified 2025-11-16T23:11:24+00:00 )
Nov 17, 2025 03:39 Asia/Kabul
  • عراقچي وايي د افغانستان او پاکستان په تړاو سیمه ییزه ناسته جوړیږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، چې له افغانستان او پاکستان سره په اړیکو کې دی او ددې مسالې د تعقیبولو لپاره یوه سیمه ییزه ناسته جوړیږي.

عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ په تهران کې د یوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې تهران په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغې جوړې او ثبات په هڅو کې ښکیل دی.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « په وروستیو ورځو کې، موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ارامښت او ثبات رامنځته کولو په هڅو کې یو. ټیلیفوني اړیکې مو ټینګې کړې دي او هیله من یو، چې پام وړ پایلو ته ورسیږو».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په نږدې راتلونکي کې د همدې مسالې په تړاو د یوې سیمه ییزې غونډې خبر ور کړ.

عراقچي وویل، « که خدای کړل یوه سیمه ییزه ناسته به ترسره شي او موږ دا پېښه تعقیبوو».

د طالبانو او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې د ټي ټي پي او د پاکستان د هوايي بریدونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.

دواړو خواوو د قطر او ترکیې په استازیتوب درې پړاوه خبرې اترې کړې دي، خو تر اوسه دغه خبرې اترې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.