ایران تاجکستان کې په دریو چینیانو باندې د ډرون تروریستي برید غندلی
Nov 29, 2025 07:24 Asia/Kabul
پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د تاجیکستان د ختلان ولایت په شمسالدین شاهین سیمه کې د هغه ترهګریز برید غندنه وکړه چې له امله یې په کې درې چینایي کارکوونکي وژل شوي دي.
هغه د چین او تاجیکستان له حکومتونو سره خواخوږي څرګنده کړه او د ترهګرۍ پر ضد یې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
بقايي د ايران د اسلامي جمهوريت پر اصولي دريځ ټينګار وکړ چې هر ډول ترهګرۍ او د هغې ټولې بڼې په کلکه غندي، او زياته يې کړه چې د ترهګرۍ د مخنيوي او مقابله لپاره د څو اړخيزو همکاریو پياوړتیا ضروري ده.
ټیګونه