ولې په ایراني جوماتونو کې له فیروزي رنګ څخه کار اخیستل کېږي؟
-
په ایران کې یو جومات د فیروزي ګنبد سره
پارس ټوډی - «فیروزي آبي رنګ» د ایران د جوماتونو په کاشیکارۍ کې یوه ډېره ژوره، څو بُعدي او په فرهنګي، دیني او د اسلامي – ایراني ښکلاپوهنه کې ریښه لرونکې مانا لري.
دغه رنګ د اسمان او معنویت سمبول بلل کېږي. په حقیقت کې فیروزي آبي د اسمان، بېپایهوالي او ملکوت نښه ده.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، په ګنبدونو او دیوالونو کې د دې رنګ کارول سترګې او ذهن لوړ آسمان ته راکاږي او د انسان او خداي تر منځ د اړیکې یاد تازه کوي.
په اسلامي معمارۍ کې د سترګو آسمان ته پورته کول د روح عروج او معنوي لوړتیا سمبول دی.
له بلې خوا، فیروزي آبي رنګ د آرام ورکولو ځانګړتیا لري. په دیني ځایونو لکه جوماتونو کې دا رنګ د تمرکز او ذهنی سکون سبب کېږي او د عبادت او تفکر لپاره مناسب فضا رامنځته کوي.
فیروزي آبي رنګ په ډېرو لرغونو تمدنونو، په ځانګړي ډول ایران کې، مقدس او ساتندوی رنګ ګڼل شوی.
د فیروزي ډبره هم په ایران کې معنوي ارزښت لرلې او د نظر بد یا سترګۍ پر وړاندې د ساتنې نښه بلل شوې ده.
همدارنګه، فیروزي رنګ د ایران د طبیعت له رنګونو سره همغږي لري؛ د ایران په ډېرو ګرم او وچو سیمو کې، فیروزي رنګ چې د اوبو او یخوالي یاد راوړي، یو ډول بصري توازن رامنځته کوي.
په بل عبارت، ایراني معمارانو د دې رنګ په کارولو سره د تودو سیمو په فضا کې د یخوالي او طراوت احساس پیدا کړی.
له ښکلاپوهنې اړخه هم فیروزي آبي رنګ له طبیعي رڼا سره ډېره ښکلې ګډه جوړوي او په ځانګړي ډول د لمر له رڼا سره د ګنبذونو پر سطحه روښانه او روحاني ځلا ورکوي.