د ایران د خوړو او درملو د سازمان مشر کابل ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167992-د_ایران_د_خوړو_او_درملو_د_سازمان_مشر_کابل_ته_تللی
د ایران د خوړو او درملو د سازمان رئیس د طالبانو له چارواکو سره د روغتیايي او درملو په برخه کې د همکاریو لپاره کابل ته سفر کړی دی.
(last modified 2025-12-03T09:18:58+00:00 )
Dec 03, 2025 13:26 Asia/Kabul
  • د ایران د خوړو او درملو د سازمان مشر کابل ته تللی

د ایران د خوړو او درملو د سازمان رئیس د طالبانو له چارواکو سره د روغتیايي او درملو په برخه کې د همکاریو لپاره کابل ته سفر کړی دی.

د ایران سفارت اعلان کړی چې د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو ادارې رئیس، مهدي پیرصالحی، کابل ته رسېدلی چې د طالبانو له چارواکو سره د روغتیايي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

پیرصالحی به د کابل د ۱۴۰۴ کال د روغتیا نندارتون څخه هم لیدنه وکړي، ترڅو په دې نندارتو کې د ګډونکوونکو  ایرانی شرکتونو ملاتړ وکړي.

طالبانو څو ځله له ایران څخه په روغتیايي برخې کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د "صحت افغان" درملو نندارتون په کابل کې د شاوخوا ۴۰ ایراني درملو تولیدونکو شرکتونو په ګډون پرانیستل شوی دی.

ایراني شرکتونه هڅه کوي چې خپل خدمات او تولیدات معرفي کړي او د افغانستان په بازار کې دوامدار حضور ولري.