د ایران د خوړو او درملو د سازمان مشر کابل ته تللی
د ایران د خوړو او درملو د سازمان رئیس د طالبانو له چارواکو سره د روغتیايي او درملو په برخه کې د همکاریو لپاره کابل ته سفر کړی دی.
د ایران سفارت اعلان کړی چې د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو ادارې رئیس، مهدي پیرصالحی، کابل ته رسېدلی چې د طالبانو له چارواکو سره د روغتیايي همکاریو په اړه خبرې وکړي.
پیرصالحی به د کابل د ۱۴۰۴ کال د روغتیا نندارتون څخه هم لیدنه وکړي، ترڅو په دې نندارتو کې د ګډونکوونکو ایرانی شرکتونو ملاتړ وکړي.
طالبانو څو ځله له ایران څخه په روغتیايي برخې کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
د "صحت افغان" درملو نندارتون په کابل کې د شاوخوا ۴۰ ایراني درملو تولیدونکو شرکتونو په ګډون پرانیستل شوی دی.
ایراني شرکتونه هڅه کوي چې خپل خدمات او تولیدات معرفي کړي او د افغانستان په بازار کې دوامدار حضور ولري.