د ۵۰۰ زره متخصصینو د روزنې لپاره د «ایران دیجیتال» طرحه
پارس ټوډی – د ایران دولت د ټکنالوژۍ په برخه کې د کلیدي رول په پام کې نیولو سره، د خصوصي سکتور تر ټولو زیاتې ونډې، د پانګونې خنډونه لیرې کول، او په نوې برخو لکه مصنوعي ځیرکتیا او سایبري امنیت کې تمرکز ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د نن ورځې ډیجیټل اقتصاد د هیوادونو د پرمختګ لپاره یوه محرکه قوه ګرځیدلې ده.
په ایران کې هم، دولت د ټکنالوژۍ او ارتباطاتو په برخه کې د پرمختیایي پروګرام په ترڅ کې د هېواد په اقتصاد کې بنسټیز بدلون راوستلو په لټه کې دی.
په همدې تړاو، د ارتباطاتو او ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې ملي کنفرانس د ایران له لوړپوړو دولتي چارواکو او د خصوصي سکتور له نمایندګانو سره ترسره شو، ترڅو د پانګونې د جذب او د ډیجیټل اقتصاد د چټک کولو لپاره نوې تګلارې وټاکل شي.
د پارس ټوډی په دې را پور کې د ډیجیټل اقتصاد او پانګونې فرصتونه تحلیل شوي دي:
---
ډیجیټل پرمختګ، د پرمختیایي پروګرام محور
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړی مرستیال«محمدرضا عارف»، د ارتباطاتو او ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې په ملي کنفرانس کې وویل: "د ایران اقتصاد راتلونکی ډیجیټل دی."
هغه ټکنالوژي د یوې جلا برخې په توګه نه، بلکې د ټولو اقتصادي برخو لکه انرژي، زراعت او روغتیا لپاره یوه بنسټیزه برخه وبلله.
عارف د ایران علمي ظرفیتونو او بشري ځواک ته په اشارې سره وویل چې اسلامي جمهوریت کولی شي د خصوصي سکتور په مرسته په نوې عصري ټکنالوژیو لکه مصنوعي ځیرکتیا کې مؤثره ونډه ولري.
عارف د سایبري امنیت په څیر په امنیتي برخو کې د خصوصي سکتور فعاله ونډې په اهمیت سره په ټینګار وویل: "هیڅ داسې برخه نشته، چې خصوصي سکتور په کې برخه نشي اخیستی."
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال هم پر دې ټینګار وکړ چې د داخلي او بهرني پانګونې د جذب لپاره د قوانینو اصلاح ته اړتیا ده او اعلان یې وکړ چې د ایران دولت تیار دی چې د هوښیار تنظیمولو له لارې د پانګوالو لپاره یو خوندی او ګټور چاپیریال رامنځته کړي.
مصنوعي ځیرکتیا؛ د راتلونکي نسل محرکه قوه
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال په نورو مهمو ټکو کې د مصنوعي ځیرکتیا ته د پام اړولو په اړه وویل چې دا د ټکنالوژۍ په برخه کې تر ټولو ستر بدلون راوړي.
عارف وویل: "د ایران دولت د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ لپاره یوه اداره جوړه کړې ده." هغه همدارنګه وویل چې د سیمې هېوادونه په دې برخه کې د ایران سره د همکارۍ لپاره لیوالتیا لري.
عارف د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پراخې پانګونې او د اړوندو بنسټونو لکه ډیټا مرکزونو او پنځم نسل شبکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د نړۍ په کچه ډیجیټل اقتصاد او د ایران موقعیت
د ایران د ارتباطاتو او ټکنالوژۍ وزارت د سیاست او پراختیا مرستیال «احسان چیتساز»، هم په دې کنفرانس کې د نړیوالو شمیرې په وړاندې کولو سره وویل: "ډیجیټل اقتصاد یوازی هغه برخه ده چې د پانګونې په جذب کې بریالۍ لاره لري."
چیتساز د غیردیجیټل برخو کې د پانګونې کموالی ته په اشارې سره وویل: "شاوخوا ۶۰ سلنه نړیواله پانګونه د ډیجیټل اقتصاد په برخه کې په چین کې ترسره شوې ده او د ډیټا مرکزونو پانګونه په یوه کال کې درې چنده شوې ده."
د ایران د ارتباطاتو او ټکنالوژۍ وزارت مرستیال همدارنګه دغه شمېرې د ایران وضعیت سره په پرتله کولو سره وویل: دغه وزارت د سیاسي تګلارې د بدلون په لټه کې دی ترڅو د ډیجیټل اقتصاد په هسته کې بیا پانګوال جذب کړي.
پانګونې لپاره د ایران د ارتباطاتو وزارت نوې ستراتیژي
د ایران د ارتباطاتو او ټکنالوژۍ وزارت د سیاست او پراختیا مرستیال هم د بهرني پانګونې د جذب لپاره د نوو میکانیزمونو ډیزاین کولو خبر ورکړ او ویې ویل: "د پانګونې لارښود چمتو شوی او په همدې کنفرانس کې څو قراردادونه نهایی شوي دي."
چیتساز ټینګار وکړ چې د ایران دولت د تصدیق کولو څخه د تنظیم او اسانتیا ورکولو ته بدلون کړی دی او پروژې لومړی د اقتصادي پایښت له مخې ارزول کیږي، وروسته د خصوصي سکتور ته د ګډون لپاره بلنه ورکول کیږي.
د ایران د ارتباطاتو وزیر هم د ډیجیټل اقتصاد په برخه کې د انرژۍ لپاره د ۷۰۰ میلیون ډالرو پانګې د تامین لپاره د پلان جوړولو خبر ورکړ.
د نوښت اکوسیستم پیاوړي کول او د بشري ځواک روزنه
د ایران د علومو، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ وزیر«حسین سیمایی صراف»، هم د ایران د ډیجیټل اقتصاد سهم لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: "علمي او ټکنالوژیک پارکونه او د پوهې پر بنسټ شرکتونه باید په دې برخه کې ځانګړې هڅې وکړي."
په همدې حال کې، د ایران د ارتباطاتو او ټکنالوژۍ وزیر«سید ستار هاشمی»، د "ایران دیجیتال" ملي پروژې خبر ورکړ چې هدف یې د ټکنالوژۍ په برخه کې ۵۰۰ زره متخصصین روزل دي او د دې پروژې د هیواد د نوښت اکوسیستم سره د اړیکې ټینګښت ته اړتیا په ګوته کړه.
ایران د ډیجیټل پرمختګ په درشل کې
د ایران دولت د هیواد د "منطقه ای ټکنالوژۍ هاب" په توګه د بدلیدو په لټه کې دی.
د دې ستراتیژۍ اصلي محورونه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پرمختګ، د ډیجیټل بنسټونو پراختیا، د خصوصي او بهرني پانګونې جذب، د قوانینو اصلاح او د متخصص بشري ځواک روزنه دي.
د دې لارې بریالیتوب د ملي ارادې، د ټولو برخو همکارۍ او د اوږدمهاله پروګرامونو دقیقې پلي کیدو ته اړتیا لري.