د ایکس ایراني کاروونکي | د شهید سلیماني لاره دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168924-د_ایکس_ایراني_کاروونکي_د_شهید_سلیماني_لاره_دوام_لري
پارس ټوډی - په نړۍ کې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې د قوماندان جنرال قاسم سلیماني له شهادت څخه شاوخوا شپږ کاله تیر شوي دي، او ایراني ایکس کاروونکي لاهم هغه او د هغه زړورتیا یادوي.
(last modified 2025-12-30T01:13:07+00:00 )
Dec 28, 2025 10:07 Asia/Kabul
  • جنرال قاسم سلیماني، په نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ایراني قوماندان
    جنرال قاسم سلیماني، په نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ایراني قوماندان

پارس ټوډی - په نړۍ کې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې د قوماندان جنرال قاسم سلیماني له شهادت څخه شاوخوا شپږ کاله تیر شوي دي، او ایراني ایکس کاروونکي لاهم هغه او د هغه زړورتیا یادوي.

د ۲۰۲۶ کال د جنوري ۳مه په نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ایراني قوماندان جنرال قاسم سلیماني د شهادت کلیزه ده. هغه د ۲۰۲۰ کال د جنوري په ۳مه د عراق د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکایي یرغلګرو او ترهګرو لخوا په هوايي برید کې له ۹ نورو ملګرو سره یوځای شهید شو. په دې موقع، د ایکس ټولنیزې شبکې ایراني کاروونکو د جنرال سلیماني د شهادت د کلیزې هرکلی کړی او په پیغامونو سره یې د هغه یاد ته درناوی کړی او لمانځلی یې دی.

"یوسف شمس الدیني"، چې د ایکس ټولنیزې شبکې فعال غړی دی، د شهید سلیماني اخلاص او تقوا ته اشاره وکړه او ویې لیکل: د جنرال حاج قاسم سلیماني صفت په یوه جمله کې نه شي بیان کیدی؛ هغه باید د اخلاص او تقوا په جوهر کې ولټول شي؛ چیرې چې د هر مقام یا منصب څخه ډیر هدف د خدای رضا کول وو، نه د خلکو لخوا لیدل یا تاییدیدل.

همداشان د "محمد جواد" په نوم یو بل کاروونکي ولیکل: د جنرال سلیماني زړورتیا د شتون او نه شتون ترمنځ پوله تعریف کړه. هغه وښودله چې حتی له تګ وروسته هم الهام بخښونکی کیدې شي او د مقاومت لاره روښانه ساتلی شي.

د «حاج مهرداد» په نوم یو بل ایراني یوزر، سردار سلیماني د مقاومت ترټولو نړیوال مثال وباله. هغه ولیکل: حاج قاسم سلیماني، ترټولو زیات ایراني سردار او د مقاومت ترټولو ستر نړیوال سمبول و.

د "خانم میم" په نوم د ایکس یې بلې فعالې کاروونکې هم د سردار سلیماني میړانه او سرشیندنه، د ټولو نسلونو لپاره بې سارې نښه وبلله.

بل ایراني یوزر «محسن دیواني» د سردار سلیماني د افکارو او اخلاقو ژوندي والي ته اشاره وکړه او ویې لیکل: د سردار سلیماني افکار او اخلاق لاهم ژوندي دي او د ایراني ماشومانو او ځوانونو پّ زړونو کښې به جاري پاتې شي.

د سیمرغ په نامه د ایکس یو کاروونکي بیا لیکلي دي: د سردار سلیماني لاره، همهغه شان دوام لري.

یوې بلې ایرانۍ کاروونکې «حنانه بانو» هم د نړۍ له ټولو مظلومانو سره د سردار سیلماني مینې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: سردار سلیماني یو داسې پلار و چې زړه یې د نړۍ د ټولو مظلومانو لپاره درزیده. د عشق او مینې دا پراختیا د هغه درس دی.