ایران زیاتره کوم توکي صادروي؟
پارس ټوډی – ایران یو څلور ګوني موسمونو او شتمن هېواد دی چې په هر ځای کې یې د صادراتو لپاره محصول شته دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت صادرات، چې د دې هېواد د اقتصاد له بنسټیزو ستنو څخه ګڼل کېږي، د توکو پراخ ډولونه رانغاړي او د بهرنۍ کرنسۍ د تأمین او د تولیدي ظرفیتونو د معرفي کولو په برخه کې مهم رول لري.
په عمومي ډول، د ایران صادرات په دوو برخو وېشل کېږي، نفتي صادرات او غیرنفتي صادرت.
د پارس ټوډی په دې مطلب کې د ایران صادراتي محصولاتو ته کتنه شوې ده.
نفتي او پټروکیمیاوي محصولات
د ایران د صادراتو په لومړي سر کې د ګاز ميعانات له ۱۷ سلنې څخه زیاته ونډه لري.
همدارنګه سپک تېل او د هغوی محصولات، د فلمګرید پولیاتیلین، مایع پروپان او میتانول هغه نور مهم توکي دي چې هر کال د ایران لهخوا نړیوالو بازارونو ته وړاندې کېږي.
د ودانیزو توکو او معدني محصولات
ایران د غني معدني منابعو په لرلو سره، په لویدیځه آسیا سیمه کې د ودانیزو توکو مهم صادرونکی دی.
د اوسپنې کان، سمنټ، کاشي، سرامیک، مرمر ډبره او د ګچ ډبره هغه توکې دي، چې عراق، ترکیه، افغانستان، اماراتو او چین ته صادرېږي.
کرنیز او مالداري محصولات
په کرنې برخه کې، ایران د اقلیمي تنوع او د محصولاتو کیفیت له امله، د ارزښتناکو توکو صادرونکی دی.
پسته، خرما، زعفران، انګور، مڼه، انجیر، هندواڼه او کشمش مشهور محصولات دي، همدارنګه، ماهي، میګ او خاویار د مالداري صادراتیو اقلامو څخه ګڼل کېږي.
ایراني پسته او زعفران په ځانګړي ډول په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی شهرت لري او د ملي برنډ په توګه پېژندل کېږي.
لاسي صنایع او دودیز توکي
ایران د ۳۷۰ څخه د زیاتو لاسي صنایعو د څانګو په لرلو سره، په دې برخه کې له تر ټولو بډایو هېوادونو څخه دی.
ایراني لاسي اوبدل شوی غالۍ د تر ټولو ارزښتمن او پېژندل شوي دودیز صادراتي توکي په توګه ځانګړی ځای لري او هېوادونو لکه امریکا، جرمني، ایټالیا، جاپان او انګلستان ته صادریږي.
تر غالۍ سربېره، ګلیم، سفالي توکي، قلمکاري او مسګري هم د ایران د کلتوري صادراتو برخه جوړوي. دا توکي نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د ایران ملي او کلتوري هویت نړۍ ته ورپېژني.
نور توکي
کاغذ او د کاغذ محصولات، فرنیچر، توتون او تنباکو، شیریني او چاکلیټ، کالي، او حتی ځانګړي توکي لکه سنگپا (د پښو پاکولو ډبره)، دباغي شوې پوستکي او د شیرینبیان بوټی هم د ایران د صادراتو په فهرست کې شامل دي.
تاسې کوم ایراني توکې کاروئ؟