خطیبزاده: ایران د تویو شویو وینو بدل غواړي
د ایران د خارجه وزیر مرستیال وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت به، په ناحقه د تویو شویو وینو د جبیره کیدو غوښتنه وکړي.
د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال خارجه وزیر سعید خطیب زاده په نیویارک کښې د ملګرو ملتو په مرکز کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان په بیړنۍ غونډه کښې په ګډون سره چې د ایران د وروستیو بدلونونو په هکله جوړه شوه، د ایران دریځونه بیان کړل.
خطیب زاده په دغه غونډه کښې د وروستیو بدلونونو د بهیر په بیانولو سره ټینګار وکړ چې د ایران حکومت او خلک وتوانیدل چې په ډله ایزه توګه او له خوړلو زخمونو سره سره د تاریخ له یو ډیر سخت پړاوه راووځي.
هغه د خپلو ګڼو وطنوالو د شهادت په وجه په هیواد باندې واکمنې غمناکې فضا ته په اشارې سره وویل: د ایران حکومت او ولس په دغو پيښو غمجن دی او حکومت به په ناحقه د تویو شویو وینو د بدل او جبیره کیدو غوښتنه وکړي.