جنرال عبداللهی: هر تیري ته د ایران ځواب به ویجاړوونکی وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169864-جنرال_عبداللهی_هر_تیري_ته_د_ایران_ځواب_به_ویجاړوونکی_وي
د ایران د خاتم الانبیا قرارګاه قومندان ټینګار کړی چې د ایران په خاورې هر ډول تیری به له چټک، کره او ویرانوونکي ځواب سره مخ شي.
(last modified 2026-01-22T21:55:29+00:00 )
Jan 23, 2026 02:23 Asia/Kabul
  • جنرال عبداللهی: هر تیري ته د ایران ځواب به ویجاړوونکی وي

د ایران د خاتم الانبیا قرارګاه قومندان ټینګار کړی چې د ایران په خاورې هر ډول تیری به له چټک، کره او ویرانوونکي ځواب سره مخ شي.

د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه قومندان جنرال عبداللهي د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د حملې او تیري په هکله د امریکې د ولسمشر د وروستي ګواښ په غبرګون کښې څرګنده کړه: په پریکنده توګه ټینګار کوو چې امریکا د خپلې هر ډول محاسباتي غلطۍ په پایلو ښه پوهیږي، د ایران د ولس په ګټو، امنیت او خاورې باندې د هر ډول تیري به سمدستي ځواب ورکړو او په اول ګام کښې به د امریکې ټولې اډې، د نفوذ مرکزونه او ګټې، د ایران د وسله والو ځواکونو لپاره روا او پریکنده اهدافو باندې بدلې شي.

هغه زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي توان، حقیقي، فعال او خوندی دی، د ایران د وسله والو ځواکونو قدرت، د خلکو په چورلټ ملاتړ او اډانې سره، له ایمان او ملي ارادې راپورته شوی داسې ځايي توان دی چې نه یوازې یې د دښمن په سټراټیجکو محاسباتو کښې خلل رامینځته کړی بلکې د عمل په میدان کښې هم څوڅو وارې په عیني او نه انکاریدونکې توګه ثابت شوی او د دې ولس دښمنان په تیره بیا امریکا یې په پایلو ښه خبر ده.

جنرال عبداللهي همداشان وویل: د امریکې د ولسمشر بې بنیاده څرګندونې او دړکې نه یوازې په اسلامي نړۍ کښې له پراخې غندنې سره مخامخ شوې بلکې خپله په امریکا کښې دننه او حتی د دغه هیواد په کانګرس کښې هم له سخت اعتراض او نیوکې سره مخ شوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په زغرده ښودلې ده چې هیڅکله یې جنګ نه دی پیل کړی او نه به یې پیل کړي خو د هر ډول تیري، ګواښ او د ایران د ولس د ګټو او امنیت خلاف د هر ډول تیري په وړاندې به یو چټک، پریکنده، سخت او پښیمانه کوونکی ځواب ولري.

د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه قومندان په دې خبرې سره چې د «ووهه او وتښته» دوران د تل لپاره ختم شوی دی، څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت به دومره ډیر چټک، لا دقیق او لاډیر ویجاړوونکی وي چې امریکا او صهیوني رژیم یې حتی تصور هم نه شي کولې.