د تهران  چورلټ ځواب؛توغندي او د یورانیموبډایول سره کرښه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170494-د_تهران_چورلټ_ځواب_توغندي_او_د_یورانیموبډایول_سره_کرښه
پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ټينګار وکړ، اسلامی ایران  د خپلو توغندیو په باب هیڅ ډول خبرې اترې نه کوي، ځکه  دا  یوازې دفاعي موضوع ده.
(last modified 2026-02-08T07:42:34+00:00 )
Feb 08, 2026 12:08 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي
    د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي

پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ټينګار وکړ، اسلامی ایران  د خپلو توغندیو په باب هیڅ ډول خبرې اترې نه کوي، ځکه  دا  یوازې دفاعي موضوع ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي له اجزیره ټیلیویژني چینل سره په خبرو کې  ددې خبرې په کولو سره چې د ایران  دتوغندیو په باب هیڅ ډول مذاکرات په ایجنډا کې نشته ، ووئيل؛ نه اوس او نه هم په راتلونکي کې  د توغندیو په باب خبرې اترې نشي  کیدلی ، ځکه دا یوه دفاعي موضوع ده  او په دې خبرې اترې امکان نه لري.

د ایران خارجه وزیر زیاته  کړې  ده ، د توغندیو  بحث یوه داخلی مسئله او د ایران له ولس سره اړونده ده  او هیڅکله هم بهرنی لوری  د ایران په داخلی چارو کې ګوتې نشي وهلی ددې په ترڅ کې چې د سیمې مسئلې پخپله له سیمې سره اړونده دي  او له سیمې ورآخوا هیوادونو سره هیڅ ربط نه لري.

سید عباس عراقچي دعمان په مسقط کې له امریکا سره دخبرواترو په باب هم ووئيل؛ له واشنګټن سره  ایټمي خبرې  یو ښه پیل ؤ او په همدغه کړجار سره دوام درلودلی شی ، البته  دباؤر جوړونې لپاره  هماغه راز  اوږده لاره په وړاندې ده.

عباس عراقچي ټينګار و کړ، د عمان له لارې غیر مستقیم  خبرې اترې  یوازې د ایټمی موضوع په باب وې ، امریکایانو نورو موضوعګانو څخه ډډه وکړه  او بریالی شوي وو،یوازې  په ایټمي موضوع کې خبرې وشي او دا چاره په خبرواترو کې رعایت شوه .

د یورانیمو بډایول  دایران حق دی او باید دوام ومومي

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د ایران له نظره د یورانیمو د بډایولو  د ممنوعیت بحث  د خبرواترو وړ  نه دی ، او د مذاکراتو له چوکاټه بهر دی ، ووئيل؛ د یورانیمو پخول یا بډایول د ایران حق دی او باید دوام ومومي، د یورانیمو بډایول  د ایران له اړتیا سره اړونده  دي ، له هیواده بهر ته د یورانیمو له منتقلولو سره  کلک مخالفت یو حاکمیتی دریځ دی ، په عین حال کې ایران تیار دی ، دبډایولو اندازه کمه کړي. د ایران خارجه وزیر روښانه کړه  ،تهران  د یورانیمو دبډایولو  په باب یوې موافقې ته د رسیدا لپاره تیار دی  څو لویدیځوال لوری په دې باب ډاډمن شي چط دغه بډایول  دسوله ایزو موخو لپاره دی. عباس عراقچي ټينګار و کړ، د ایران ایټمي دوسیه یوازې په خبرواترو سره د حل وړ ده .

تهران او واشنګټن  د خبرواترو د دوهم پړاؤ د ترسره کیدا لپاره سره یو نظر لري.

د ایران خارجه وزیر له امریکا سره د خبرواترو ددوهم پړاؤ په باب  هم ووئيل، تراوسه پورې د خبرواترو د  دوهم پړاؤ دترسره کیدا لپار کوم خاص وخت  نه دی ټاکل  شوی ،البته تهران او واشنګټڼ  په دې اند دي چې باید ډیرې زر ترسره شي.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې  دخبرواترو بهیر باید  له هرډول ګواښ پرته  یا ددباؤ له اعمالولو لیرې وي ، ووئيل؛ ایران  دیوې عادلانه  او بشپړ موافقې لپاره تیار دی او که  کومې نتیجې ته درسیدو لپاره  کومه اراده وي، نو حتما به نتیجه ورکړي.

د امریکا د حملې په بڼه کې ، ددوي ټوله اډې به ټارګټ کړو

د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر   د جنګ د پيښدا د احتمال او د امریکااحتمالي حملو  ته د ایران د ځواب په باب هم ووئيل؛د جنګ  دپيښیدا احتمال همیشه شته  او ایران د جنګ د رامینځةکیدا دمخنیوي لپاره چمتوالی لري.

هغه همداراز ټينګار وکړ، دایران اسلامی جمهوریت  دسیمه ایز جنګ غوښتونکی نه دی او دسیمې هیوادونه هم  دغه شان شخړه نه غواړي ،البته د امریکا هرډول حمله  شرائط بدلولی شی،ایران به  د امریکا دحملې په بڼه کې په ګاونډیو هیوادونو حمله ونه کړي،بلکې پر امریکائي مرکزونو به حمله وکړي او پر امریکائي اډو  او ګاونډیو هیوادونو باندې حملې ترمینځ توپير شته دی .

د ایران او امریکاترمینځ  د ایټمي خبرواترو نوی پړاؤ د فرورئ په شپږمه نیټه د  عمان د سلطنت په وساطت سره په مسقط کې ترسره شو . په دغو خبرواترو کې د ایران او امریکامرکچي پلاؤ د خپلو نظرونو، ملاحظاتو او کړچارونو  ټولګه د  عمان د خارجه وزیر په وسیله یوه بل ته منتقله کړه.