ولایتي: ټوله نړۍ بدن دی او ایران یې زړه دی
Apr 26, 2026 13:17 Asia/Kabul
پارس تودی - د اسلامي انقلاب د رهبر صلاحکار وویل: یوموټی ایران د عبري-عربي-امریکايي جبهې په وړاندې ولاړ دی.
پارس ټوډی د تسنیم په حواله لیکلي چې په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د رهبر صلاحکار علي اکبر ولایتي ټینګار وکړ: یوموټی ایران د عبري-عربي-امریکايي جبهې په وړاندې ولاړ دی.
ښاغلي ولایتي به ایران کښې د کورنیو اختلافاتو په هکله د امریکې د ادعاو په غبرګون کښې په خپلې سوشل میډیا ولیکل: واشنګټن د ایران د کورنیو اختلافاتو خبره کوي خو د مالویناس په سر یې له لندن سره شخړه او له امریکې د خپلواکۍ لپاره د اروپا خبرداري، د هغه د دودودیزو انډیوالانو په جبهه کښې د ژور درز او اختلاف نښه ده.
ولایتي څرګنده کړه: ټوله دنیا یو بدن دی او ایران یې زړه دی.