ایران، امریکا ته نوی پلان وړاندی کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172316-ایران_امریکا_ته_نوی_پلان_وړاندی_کړی_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «اکسیوس» اینټرنیټ پاڼې نن د امریکا د یوه چارواکي او د دوو خبرو سرچینو په قول ادعا وکړه، ایران امریکا ته نوي وړاندیز کړی دی.
(last modified 2026-04-27T05:38:01+00:00 )
Apr 27, 2026 10:04 Asia/Kabul
  • ایران، امریکا ته نوی پلان وړاندی کړی دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «اکسیوس» اینټرنیټ پاڼې نن د امریکا د یوه چارواکي او د دوو خبرو سرچینو په قول ادعا وکړه، ایران امریکا ته نوي وړاندیز کړی دی.

اکسیوس د دریو امریکايي چارواکو په قول ولیکل، هیله کیږي چې د امریکا ولسمشر ټرامپ نن د خپل بهرني سیاست او د ملي امنیت له ټیم سره د سپينې ماڼۍ د حالت په کوټه کښې د ایران په هکله غونډه ترره کړي.

یوې سرچینې وویل چې د امریکا د ولسمشر ټرامپ ټیم به د خبرو اترو او د راتلونکو احتمالي ګامونو په هکله سلامشوره وکړي.

دا په داسې حال کښې دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي روانه اونۍ پاکستان ته ورغی او بیا یې د هرمز اوبلارې په هکله عمان ته سفر وکړ.

عراقچي له عمان څخه وورسته یو ځل بیا پاکستان ته ورغی او اوس هغه روسیې ته رسیدلی دی او ټاکل شوې ده چې نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتنه او  خبرې وکړي.

د امریکا دوو خبرو سرچینو وویل د ایران خارجه وزیر عباس عراقچی په اسلام اباد کښې د خپلو غونډو په بهیر کښې یوه بل وخت ته د اټوومي مسلې په اړه د خبرو اترو د ځنډولو پلان مطرح کړ.

اکسیوس اینټرنیټ پاڼې ولیکل امریکا له ایران څخه غواړي چې د څه وخت لپاره د یورانیمو بډایه کول وځنډوي.‎‎

دوو خبرو سرچینو وویل د ایران خارجه وزیر عباس عراقچی په اسلام اباد کښې د خپلو غونډو په بهیر یوه بل وخت ته د اټومي مسلې په اړه د خبرو اترو د ځنډولو پلان مطرح کړ.

اکسیوس اینټرنیټ پاڼې ولیکل امریکا له ایران څخه غواړي چې د څه وخت لپاره د یورانیمو بډایه کول وځندوي.

د ایران نوی وړاندیز چې د پاکستان د مینځګړو په وسله امریکا ته وړاندی شوی لومړۍ د هرمز اوبلارې او د امریکا لخوا د سمندري کلابندۍ د کړکیچ په حل کولو متمرکز دی.

د دغه وړاندیز پراساس اوربند هم باید د اوږدې مودې لپاره تمدید شي ایا ایران او امریکا د جنګ په دائمي ډول د ختمولو لپاره موافقه وکړي.

د ایران د نوي وړاندیز پراساس اټومي خبرې په یوه بل وخت او د هرمز اوبلارې له خلاصید او د سمندري کلابندۍ له ختمیدا وروسته ترسره شي.

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلز اکسیوس اینټرنیټ پانې ته وویل: حساسې ډيپلوماټیکې موضوعګانې شته او امریکا د رسنیو له لارې خبرې نه کوي.