ایران به د دښمن هر ډول اقدام ته سخت ځواب ورکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو اړوند سمندري ځواک تېره شپه خپلو دښمنانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو د وړونکو او سوداګریزو بېړیو پر وړاندې هر ډول تعرض به په سیمه کې د امریکا پر یوې اډې او د دښمن پر بېړیو د سخت برید لامل شي.
په همدې حال کې، د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک قوماندان سردار سید مجید موسوي په خپور کړي پیغام کې ټینګار کړی، چې د سپاه د هوافضا ځواک توغندي او بېپیلوټه الوتکې په سیمه کې پر امریکايي هدفونو او د دښمن پر یرغلګرو بېړیو قفل شوي او د ډزو امر ته انتظار باسي.
بل لور ته، د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمينیا په یوه مرکه کې ویلي، که دښمن یو ځل بیا د محاسبې تېروتنه وکړي او زموږ پر هېواد برید وکړي، نو له نورو ناڅاپي انتخابونو او غبرګونونو سره به مخ شي.
د ایران د پوځ ویاند ټینګار کړی، چې د ایران د دښمنانو له موخو څخه یوه د دغه هېواد تجزیه وه، خو د هغه په وینا د دښمن هېڅ هدف عملي نه شو او د ایرانیانو یووالی او ملي انسجام لا پیاوړی شوی دی.
د نوموړي په خبره، د دښمن له لوري اوربند ته مخه کول خپله د هغوی د ناکامۍ نښه ده.
له بلې خوا، په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د ایران پر ضد د یرغل له امله فشارونه زیات شوي، هغه پرون خبریالانو ته ویلي چې تمه لري ډېر ژر د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران ځواب ترلاسه کړي.
ټرمپ ادعا کړې چې تهران هوکړې ته لېوالتیا لري.
په همدې حال کې، د انرژۍ د بیو لوړوالی د ایران پر ضد د جګړې له مهمو پایلو څخه بلل کېږي، چې د نفتو پر نړیوالو بازارونو یې پراخ اغېز کړی دی.
شنونکي خبرداری ورکوي، که اوسنی وضعیت دوام وکړي، د انرژۍ په بازار کې به نورې بېثباتۍ هم رامنځته شي.