د دهلاویه ایرانی توغندی؛ د زغروالو په خلاف کارنده وسله
-
ایرانی دهلاویه توغندی
پارستودی – سره له دې چي هوایي او سمندري برخو کې جنګونه زیات پرمختللې دي لیکن لاهم ځمکنی جنګ په ماډرنو جګړو کې د پایلو په ټاکلو کې له زیات اهمیت څخه برخور دی.
به گزارش پارستودی، د ایران د زغره ضد وسلو په کورنۍ کې ډیر زیات ډولونه شامل دي. د دفاعي صنایعو لخوا جوړ شوي د زغره ضد مهمو توغندیو څخه یوه د دهلاویه توغندی دی. د دهلاویه توغندي د نفوذ کچې ته په کتو، دغه توغندی د نړۍ له تر ټولو پیاوړو زغره ضد توغندیو څخه شمېرل کیږي. د ایران د پخوانیو زغره ضد توغندیو او د دهلاویه د نفوذ کچې تر مینځ زیات توپیر موجود دی، په زغره کې د دهلاویې د نفوذ کچه شاوخوا ۵۸ سلنه زیاته شوې ده چې دا د پخوانیو نسلونو تر ټولو لوړې کچې ته نسبت لري.
عمومي کتنه
دهلاویه یو هدایت موندونکی د زغر ضد توغندی دی چې د ایران د دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو د ملاتړو صنایعو لخوا جوړ شوی دی. دا توغندی د ۲۰۱۲ میلادی کال د جولای په ۷مه (د ۱۳۹۱ کال د چنګاښ ۱۷مه) د ایران د هغه وخت د دفاع وزیر سردار احمد وحیدی لخوا ترې مخکتنه وشوه او د شهید ډاکټر مصطفی چمران د شهادت ځای ته په پام سره، دې توغندی ته د «دهلاویه» نوم ورکړل شوی دی.
د دهلاویه زغر ضد توغندی د ایران د پیاوړې زغر ضد وسلو څخه دی چې د روسي "کورنت" سره ډېره ورته والې لري او په وروستیو کلونو کې هم د سپاه او د پوځ ځمکني ځواکونو ته سپارل شوی دی. د دې توغندي د اعلان شویو معلوماتو له مخې، دهلاویه له ۱۰۰ څخه بیا تر ۵ کیلومټرو لیري واټن په نښه کولایشي او د لیزري او ډېر پرمختللي هدایت سیستم په کارولو سره د هر ډول الکترونیکي جګړې پر وړاندې مقاومت لري.
د سردار وحیدي په وینا، جنګي خولۍ یې ډير پیاوړئ او په فعالو چاودیدونکو زغرو کې د ننوتلو وړتیا لري، د توغندي د لانچر سپکوالې او خوځنده توب چي حتی یو کس یې هم وړلایشي، د دې لامل شوی دی چې د دهلاویه توغندي سیستم د زغره والو اهدافو منجمله تانکونو، زغروالو ګاډو او حتی امرپ په وړاندې یوه ډېره اغېزناکه وسله ووسي.
دا توغندیز سیستم کولای شي چې متحرک او ثابت زغروال هدفونه همداشان ګرځېدونکې بحري او هوايي هدفونه لکه چورلکې او کښتۍ هم له منځه یوسي. له همدې امله، د توفان، تندر او توسن د توغندیو د کورنۍ په څېر، دا وسله هم باید یوه ګن هدف ویشتونکې توغندي وبلل شي. دهلاویه هم د کورنت توغندي له تجروبې او په زغره کې د ډېرې نفوذ له امله کولای شي په ځمکني جګړو کې بریالی عمل وکړي.
دهلاویه توغندی ۲۲.۷ کیلوګرام وزن لري چې له دې مقدار څخه ۶.۸ کیلوګرام د هغې دوه پړاوه جنګي خولۍ ته ځانګړی شوی دی او د ۱۲۰۰ میلیمتر په زغره کې د ننوتلو وړتیا لري.
د ۲۰۲۱ میلادی کال په جولای میاشته کې د سپاه پاسداران د ځمکنۍ ځواکونو له خوا د ځواک د ښودلو په مراسمو کې د دهلاویه توغندي پرمختللی نوی ماډل معرفي شوه. د دهلاویه توغندي پخوانی ډول چې د کورنت توغندي له مخې جوړ شوی وو، د ام۱ په کوډ سره پېژندل کېږي.
خو د دهلاویه توغندي نوې نمونې د ام-۲ په نوم سره پېژندل کیږي چې اصلي توپیر یې له لومړني نمونې سره د هغې د واټن زیاتوالی دی. د دهلاویه دا نوې نمونه ۸ کیلومتره واټن کې هدف په نښه کولایشي او په ۱۳۰۰ ملي متره زغره کې د نفوذ ځواک لري.
د دوه پړاوه جنګي سر لرل د دې توغندي له مهمو وړتیاوو څخه ده چې د ټانکونو او یا هم زغره لرونکو وسایطو سره چې څو پوړیزې زغره لري، مقابله وکړي. د جنګي سر لومړی پړاو د لومړنیو پوړونو لکه د فعاله چاودېدونکې زغره له منځه وړلو دنده لري او دویم پړاو بیا هدف ته ننوزي او په دننه کې چاودنه رامینځته کوي. د دې توغندی چټکتیا کابوه ۲۵۰ میټره په ثانیه کې ده او تر ۲۲ ثانیو پورې له توغېدو وروسته الوت کوي.