په خبرو کښې اصلي مشکل په خپله د امریکا ولسمشر ټرامپ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173806-په_خبرو_کښې_اصلي_مشکل_په_خپله_د_امریکا_ولسمشر_ټرامپ_دی
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ په اته کلنۍ سپیڅلې دفاع کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال «محسن رضايي» د امریکا له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې په خبرو کښې اصلي مشکل په خپله ټرامپ دی؛ خبرداری ورکړ: د جنګ د بیا پیلیدا په بڼه کښې به د جنګ لمن له هند اوقیانوسیې څخه تر سور سمندر او مدیترانې سمندرګي پورې وي.
(last modified 2026-06-06T00:00:27+00:00 )
Jun 06, 2026 04:26 Asia/Kabul
  • په خبرو کښې اصلي مشکل په خپله د امریکا ولسمشر ټرامپ دی

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ په اته کلنۍ سپیڅلې دفاع کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال «محسن رضايي» د امریکا له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې په خبرو کښې اصلي مشکل په خپله ټرامپ دی؛ خبرداری ورکړ: د جنګ د بیا پیلیدا په بڼه کښې به د جنګ لمن له هند اوقیانوسیې څخه تر سور سمندر او مدیترانې سمندرګي پورې وي.

محسن رضايي دغه پوښتنې ته په ځواب  کښې چې ایران له امریکا سره له جنګ څخه کوم درسونه واخیستل؟ وویل مونږ په دغه جنګ کښې متوجه شوو چې د ایران د اسلامي انقلاب لاره سمه ده او که چیرې داسې نه وای نو مونږ به په دغه جنګ کښې ماتې خوړله؛ دغه جنګ دغه راز ښکاره کړه چې د کلاسیک جنګ پړاو په ختمیدا دی او نن سبا له ټیکنالوژۍ او خلاقیت سره یوځاې نامتقارن جنګ اغیز شیندونکی دی او بل ټکی دا چې اوس ټول خلک متوجه شوي دي چې امریکا یو ډول د اسرائیلو په مستعمرې او کالونۍ باندې بدله شوې ده.

د ایران د سپاه پاسداران ځواک پخواني قومندان  برید جنرال محسن رضايي د ایران د یورانیمو د بډایه کولو د پروګرام په هکله پوښتنې ته په ځواب کښې وویل مونږ د یورانیمو د بډایه کولو په موضوع کښې کاملا د نړیوالو مقرراتو او د این پي ټي تړون په چوکاټ  کښې عمل کړی دی او په نړیوالې اټومي  موافقې کښې هم له پینځه جمع یوې ډلې سره موافقې ته ورسیدو خو ټرامپ نړیوال اټومي تړون څیرې کړ او همدا اوس مونږ د اټومي پروګرام د ختمولو په هکله د امریکا د ولسمشر ټرامپ د ټینګار په هکله کاملا مشکوک یوو او ځکه خو له ټرامپ سره په اټومي موافقې هیڅ اعتماد نلرو او همدا اوس به د اټومي موضوع په هکله له امریکا سره هیڅ ډول خبرې ونکړو.

محسن رضايي دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې د تاسو په نظر نن سبا د موافقې چانس زیات دی یا د جنګ د بیا شروع کیدا وویل دا په امریکا پورې اړه  لري او البته امریکا پوهیږي د خبرو اترو لګښت د واشنګټن لپاره له جنګ څخه ډیر کم دی او که چیرې امریکا دوباره وغواړي پوځي اقدام وکړي نو یوه تیاره او نه ختمیدونکي دهلیز او دلان ته به ورننوځي.

د ایران دغه لوړرتبه پوځي چارواکي د سي این این ټیلي ويژن د خبریال  څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلې یې وو د ایران د بیخ بنایانو پرضد د ټرامپ ګواښ ته په پام سره دغه جنګ به د ایران لپاره ډیر تاوان رسونکی وي خبرداری ورکړ که چیرې جنګ دوام وکړي او کلابندۍ دوام ولري جنګ به له سیمې څخه تر هند اوقیانوسیې، سور سمندر او باب المندب او مدیترانې سمندرګي پورې وغزو او دا به د امریکا لپاره ډیر بد وي.