د ایران ولسمشر وایي چي له هیڅ ډول ګواښ څخه نه ویریږو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173958-د_ایران_ولسمشر_وایي_چي_له_هیڅ_ډول_ګواښ_څخه_نه_ویریږو
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر اعلان وکړ چي په پوره ځواک سره د خپل ولس له حقوقو دفاع کوو او د هیڅ ډول ګواښ په وړاندې شاتګ نه کوو.
(last modified 2026-06-09T03:07:09+00:00 )
Jun 09, 2026 07:35 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان
    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر اعلان وکړ چي په پوره ځواک سره د خپل ولس له حقوقو دفاع کوو او د هیڅ ډول ګواښ په وړاندې شاتګ نه کوو.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې په یوه پیغام کې ولیکل: زمونږ لپاره د خلګو امنیت او ارامښت لومړیتوب لري. خو د خپل ولس له حقوقو څخه په پوره ځواک سره دفاع کوو او د هیڅ ډول ګواښ پروا نه کوو.

پزشکیان ټینګار وکړ: ډیپلماسي او دفاع د ملي ځواک دوه وزرونه دي، نه د جنګ میدان دښمن ته پریږدو او نه هم د مذاکراتو مېز خوشي کوو، په خدای باندې په تکیې سره او د ایران د خلګو په وحدت او عقلمنی سره، له دغې ازموینې څخه به هم سرلوړي ووځو.