د لمر په حضور کښې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173982-د_لمر_په_حضور_کښې
(د غدیر د اختر او د امام خمیني د وفات ا و د آیت الله شهید سید علي خامنه اي د رهبرۍ د پیلیدو د اووه دیرشمې کلیزې په مناسبت د انقلاب د معظم رهبر پيغام)
(last modified 2026-06-09T08:47:02+00:00 )
Jun 09, 2026 13:10 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کښې

(د غدیر د اختر او د امام خمیني د وفات ا و د آیت الله شهید سید علي خامنه اي د رهبرۍ د پیلیدو د اووه دیرشمې کلیزې په مناسبت د انقلاب د معظم رهبر پيغام)

آیت الله سید مجتبی خامنه اي د غدیر د اختر او د امام خمیني د وفات د اووه دیرشمې کلیزې او همداشان د آیت الله شهید سید علي خامنه اي د رهبرۍ د پیلیدو دکلیزې په مناسبت یو پیغام کښې، د ټولې نړۍ مسلمانانو ته د عیدالله الاکبرِ غدیر په مبارکۍ ویلو سره، امیر المومنین علي علیه السلام د مسلمانانو د ټولو پرګنو لپاره یوه اعلی اسوه او هراړخیزه نمونه وبلله.

آیت الله سید مجتبی خامنه ای د خپل پیغام په سر کښې د غدیرِ خم د نیکمرغه اختر د مبارکۍ په ترڅ کښې وفرمایل:

«د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ایران او ټوله نړۍ کښې د اسلامي امت د پلار امیرالمؤمنین علی صلوات‌اللهوسلامه‌علیه مینه والو ته د غدیر د نیکمرغه اختر مبارکي وایم او د حضرت امام خمیني رحمة الله علیه په روح باندې درود استوم. سږ کال اوه دیرشمه، د غبرګولې د میاشتې څوارلسمه ده چې د ستر خمیني له جدايۍ تیریږي او د غبرګولې لومړنۍ څوارلسمه نیټه ده چې د امت مهربان پلار او د امام خمیني رح د مکتب  وفاداره او مهم مرید، د اسلامي انقلاب  ستر مشر شهید حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي اعلی الله مقامه الشریف د الهي میلمستیا میلمه شوی او د امام خمیني رح په سپیڅلي حرم کښې د هغه له صلابت څه ډک غږ او حکیمانه او نفوذ لرونکی کلام نه اوریدل کیږي.

خو د اسلامي جمهوریت د بنسټګر د لسو کلونو د ویناګانو او مکتوباتو ټولګه او د  ستر شهید مشر شپږدیرش کاله ویناګانې زمونږ د ټولو لپاره ارزښمنه او بې بدیله خزانه او د راتلونکې د لارې ډیوه ده.

دوي په دوام کې زیاته کړه:

غدیر د هغه چا یادونه کوي چې په کعبې کښې د زیږیدا له لومړیو څخه تر شهادته پورې د خپل شریف عمر هره شیبه یې د خدای لپاره او د خدای په لاره کښې تیره کړه. پر دې اساس هغه حضرت( امام علي ع) د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم له مکرم وجود وروسته د ژوند په ټولو پړاونو کښې، د مسلمانانو او مومنانو لپاره ستره او جامع بیلګه ګڼل کیږي او ښه خبره دا ده چې له کوچني ماشومه واخلې تر بوډاګانو پورې او د ټولنې له عادي خلکو رانیولي تر شخصیتونو او مشرانو پورې ټول د امام علي ع اقتدا وکړي؛ هماغه ډول چې د انقلاب د امامانو د ژوند د ویاړ سند هم د هغه بزرګوار پیروي کول وو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د امام خمیني رح د ملکوتي رحلت کلیزې ته په اشارې سره هم وفرمایل:

د امت د امام رحمة الله علیه د وفات کلیزه، د دغه مشهور خو لږ پيژندل شوي شخصیت په هکله د تفکر او خبرواترو لپاره یو ارزښتناک فرصت پيژندل شوی دی. یو داسې جذاب شخصیت چې د نوراني لارې او هدف ژوره پيژندنه او پرې پوهیدل، د اسلامي ایران د راتلونکې لارې مشال دی، خو د ولس ډیرې پرګنۍ چې د ځوانۍ په عمر کښې دي، د دوي د نیغ په نیغه درک کولو توفیق یې نه درلود او حتی زیاتره هغه کسان چې د دوي د ژوند دوران یې موندلی دی، د امام د شخصیت او لارې ژورتیا ته ډیر لږ رسیدلي دي.

قالَ الله تَعالی قُل اِنَّما اَعِظُکُم بِواحِدَة‌ اَن تَقوموا لله مَثنی و فُرادی.

متعال خدای په دې ایتِ شریف کښې رسول اعظم صلی الله علیو وا آله فرمايي، امت ته ووایه زه تاسو ته یوازې د یو کار نصیحت کوم چې د خدای لپاره دوه، دوه کسان یا هر کس په یوازې سر راپاڅئ. دغه آیتِ شریف، د هغه اولني پیغام پيل او یو ډیر پخوانی سند دی چې زمونږ د زمانې د صالح بنده او ستر روح یعنې د انقلاب د ستر رهبر او د اسلامي جمهوریت د بنسټګر بې ساری شخصیت په کښې د ایران ولس د خدای لپاره پاڅون ته رابللی دی.

آیت الله سید مجتبی خامنه اي د خپل پيغام په یوه بله برخه کښې د مقاومت د جبهې ترڅنګ د ایران د ولس تازه بعثت ته اشاره کړې او فرمايي:

«نن ټول ګران ولس ویاړمن دی چې په خپل تازه بعثت سره د مقاومت د جبهې ترڅنګ د نړۍ د پتمنو ولسونو او آګاه سترګو په وړاندې د ویاړ سرچینه ګرځیدلې ده.  د شهید رهبر په وینا، هغه پياوړی لاس چې وتوانیده د ولس ستر سمندر په څپو او طوفاني کړي، د ستر امام خمیني فولادي شخصیت، ډاډه زړه او ذوالفقارډوله ژبه وه چې وتوانیده میلیونونه خلک میدان ته راوباسي، په میدان کښې یې وساتي او د تګ لاره ورته وښايي.

د دغه ډول نفوذ او اغیزې بله بېلګه خپله ګران خامنه اي دی چې د خپل صالح مخور په لاره کې یې ګام پورته کړ او شاوخوا څلور لسیزې یې د انقلاب او اسلامي نظام رهبري وکړه، د ځوانانو په اعتماد او د خلکو د لیدلوري او فکر د کچې په ژورولو او لوړولو سره یې ټولنه د تیارۍ داسې کچې ته ورسوله چې د هغه د شهادت له سترې پېښې وروسته د ایراني ملت د بعثت یو نوی او تازه نصاب جوړ شو. هو د ګران خامنه اي مکتب، د سوچه محمدي(ص) اسلام په دوام کښې همهغه د ستر خمیني مکتب دی چې بنیاد یې، د خدای لپاره پاڅون دی او د دغه مکتب شاګردان، کت په کت د حق قائمولو، د باطل ختمولو او په دې نوراني لاره کښې  مجاهدت ته تیار دي.

دوي په دوام کښې زیاته کړه:

"امام خمیني رحمة الله علیه په ایران، اسلامي امت او نړۍ کې د یو لوی او تاریخي بدلون رامینځته کوونکی دی، چې شهید ستر رهبر یې ژورتیا، پراختیا او دوام جاري وساته او د هغه د پراختیا او تحقق لپاره یې نظام جوړونه او ټولنې ته پاملرنه وکړه.

هغه حضرت په هم دې لړ کښې په کلام او قلم او عمل کښې او په خپلو مختلفو کتنو کښې، د امام خمیني د مکتب پر ژوندي ساتلو سربیره، د غبرګولي څوارلسمه نیټه له امام خمیني سره د ولس د کلني میثاق او ژمنې په فرصت بدله کړه او د امام د مکتب د اصولو، سیاستونو او لیکو ټولګه یې تشریح او بیان کړه.

د هغوي ځیني، احتمالاً تکراریدونکي تعلیمات دا وو چې د ایران ولس یو مؤمن، هوښیار او میړنی ولس دی او دا چې خلک، د هیواد اصلي خاوندان او د قدرت سرچینه دي او دا چې دغه خلک چې په هر صحیح بدلون پسې شي، رامینځته کوی یې شي او د «مونږ کولی شو» شعار ته په مختلفو ډګرونو کښې د عمل جامه اغوستی شي. له نورو تعلیماتو څخه یې د اسلامي، انساني او ایراني دندې په توګه له مظلوم څخه د ملاتړ ضرورت دی او دا چې د سلطې نظام او په سر کښې یې امریکا له دې ممتاز ولس او هویت او د هغه له نه تسلیمیدو سره ستونزه لري.

آیت الله سید مجتبی خامنه اي، اسرائيل د سلطې د نظام اډه وبلله او څرګنده یې کړه:

د سلطې نظام چې کابو اتیا کاله مخکښې یې  د اسرائیل په نوم یوه اډه جوړه کړې ده، د ستر اسرائیل د دروغجنې او پوچې جغرافیا په ختیځو سرحدونو یعنې د فرات په شرق کښې د یو پياوړي، خپلواکه او د ډول ډول مزایاو لرونکي ایران شتون نه مني او د هغه د پرمختګ د مخنیوي په لړ کښې له هیڅ اقدامه ډډه نه کوي.

معظم رهبر د ایران ولس ته د خپل پيغام په دوام کښې وفرمایل:

ګران ولس ته عرض کوم چې خبیث دښمن، چې اوس په وسله والو ځواکونو کښې ستاسو د باتورو اولادونو سره په مقابله کښې له ماتې سره مخ شوی او په تیره بیا د هغه مضبوط ګوزار په وړاندې چې هم یې په پوځي جګړه کښې او هم په میدان او سړکنو کښې ورسره مخامخ شوی دی، ډیره معناداره او ژوره ماتې تجربه کوي چې له امله یې، هیوادونه ورڅخه لرې شوي دي، خپل چلول یې په دوو ټکو کښې په ترکیبي جنګ باندې متمرکز کړی دی: یو د خلکو زغم او بل د هیواد د مسئولانو په محاسباتي برخه کښې د تیروتنې رامینځته کول.

په دې دواړو کې د هغه اصلي وسیله د شک، نا امیدۍ، ویرې، بدګمانۍ او د اختلاف د تخم کرل دي. له همدې امله، له دغو بدغواړو سره د مقابلې لپاره ټول باید په اودریدنې او روڼ اندۍ او د یووالي او پيوستون او د متقابل اعتماد په ساتلو او له دښمن سره په ملګرتیا نه کولو سره د هغه سپیره پلانونه شنډ کړي. په دې مقام کښې له یادو چارو په ملاتړ کښې د چارواکو رول ډیر مهم دی. هر هغه اقدام چې د خلکو د بدبینۍ او لالهاندۍ سبب کیږي، د دې هیواد او د هغه د خلکو له دښمن سره یو ډول مرسته ګڼله کیږي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپل پيغام په پاې کښې وویل:

اوس یو نوی فرصت برابر شوی چې د لوی خمیني او ګران شهید خامنه ای مکتب په عملي توګه د نړۍ په کچه د اسلامي انقلاب د مظلوم خو ځواکمن او البته بریالي مشر په توګه معرفي او درک شي.

دا مهم رول د ټول ملت، په ځانګړې توګه د ځوانانو، پوهانو، او روڼ اندو او هنرمندانو مسؤلیت دی چې د دې مکتب پر بنسټ د خدای تعالی په وعدو باندې په باور سره، زمونږ د سردار امام زمان عجل الله تعالی فرجه الشریف د پاملرنو په سیوري کښې او د سوچه اسلام په لاره کښې یعنې د عصمت او ولایتِ کبری د خاوندانو صلوات الله وسلامه علیهم اجمعین په دوه نیم سوه کلن پړاو کښې د انځور شوې نورانې لیکې په برکت، د ګران ایران یو روښانه راتلونکی جوړ کړي.

له خدای تعالی جل جلاله څخه غواړم دغه بعثت موندلی ملت نهايي بریالیتوب، او د پرمختګ او عظمت پرتمینو څوکو ته ورسوي او د انقلاب د امامینو ملکوتي روح او د اسلامي انقلاب د شهیدانو پاک روحونه او په تیره بیا د دوهمې او د دریمې سپیڅلي دفاع د شهیدانو روحونه زمونږ له مولا حضرت امیر المومنین علي صلوات الله و سلامه علیه سره محشور کړي او زمونږ د سرور حضرت ولي عصر علیه  السلام سپیڅلی او نوراني زړه د ایران له ملت څخه راضي وساتي  او د دغه ګران ولس او د هغه خادمان د امام مهدي علیه السلام له خاصو دعاګانو او شفاعت څخه برخمن کړې، بمنّه و کرمه و السلام و علیکم و رحمت الله و برکاته.

*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی