ایران د اروپا ریاکارو بندیزونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173984-ایران_د_اروپا_ریاکارو_بندیزونو_ته_هېڅ_ارزښت_نه_ورکوي
 پارس ټوډې - د ایران  د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت حقوقي او نړیوال مرستیال کاظم غریب‌آبادي وویل چې تهران د اروپا ریاکارو بندیزونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
(last modified 2026-06-09T08:47:48+00:00 )
Jun 09, 2026 13:14 Asia/Kabul
  •   ایران د اروپا ریاکارو بندیزونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي

 پارس ټوډې - د ایران  د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت حقوقي او نړیوال مرستیال کاظم غریب‌آبادي وویل چې تهران د اروپا ریاکارو بندیزونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې،غریب‌آبادي وویل؛نن د اروپائي ټولنې شورا په یوه دوکه‌ ورکوونکي او منافقانه اقدام کې د هرمز تنګي په تړاو پر یو شمېر ایرانيو شخصیّتونو  او بنسټونو تش په نامه بندیزونه تصویب  کړل.

هغه زیاته کړه: دا په داسې حال کې دي چې د اروپائي ټولنې غړي هېوادونه خپله د ایران د ملت د حقوقو له سترو  خلاف ورزي کونکو  څخه دي، او دغې ټولنې د ایران پر ضد د امریکا د سمندري کلابندئ په اړه ئې، چې د جنګ یو عمل ګڼل کېږي، په قصدي ډول چُپتیا غوره کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي او نړیوالو چارو  مرستیال وویل: باید یادونه وشي چې ایران د سمندري حقوقو د کنونشن غړی نه دی. د هرمز تنګي په اړه د ایران د ټینګار وړَ حقوقي رژیم، د نړیوالو عُرفي حقوقو په اساس «بې‌ضرره تګ راتګ» دی، چې د ساحلي حکومت د سمندري تګ راتګ  خوندیتوب او امنیتي ملاحظاتو درناوی پکې شامل دي.

غریب‌آبادي ټینګار وکړ: ایران د اروپا دغه سیاسي او ریاکار اقدام ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او د هرمز تنګي د حاکمیت ساتلو او پر هغه د خپلو حاکمیتي حقوقو د پلي کولو په برخې کې به خپلې تګلارې ته دوام ورکړي.