سردار شکارچي: د ایران ځواک له مخکې نه زیات شوی دی
-
سردار شکارچي
پارس تودی- د ایران د وسله والو ځواکونو جګپوری ویاند د ایران د دفاعي تجهیزاتو د له مینځه تلو په هکله د دښمن د ادعاګانو په ردولو سره، د ایران د وسله والو ځواکونو د بشپړه چمتووالې او امریکایي دښمن ته د سختو زیانونو د اوښتلو خبر ورکړ او وویل: د ۱۲ ورځنې تپلې جګړې له مودې نه اوس زمونږ ځواک ډېر زیات شوی.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند د فوځي ځواکونو په اقتدار باندې په ټینګار سره، جوته کړه: نن د دفاعي او فوځي ځواک له نظره، د ټپل شوې جګړې له لومړیو ورځو څخه زیات پیاوړی یو.
سردار ښکارچي د دفاعي سیستمونو د له منځه وړلو او د ایران د دفاعي ځواک د کمښت په اړه د دښمن د ادعاوو په غبرګون کې وویل: خپل پام د دښمن ادعاوو ته مه اړوئ؛ بلکه هغه څه چې اهمیت لري، د جګړې د ډګر حقیقت دی. دښمن شعارونه ورکوي چې ګواکي ایران ته زیان رسېدلی، خو په مقابل کې، موږ امریکایانو ته ډېر زیات او پراخ زیانونه رسولي دي.
هغه همداراز د دښمن د ادعاوو په اړه چې ګواکې د ایران د توغندیو زېرمې کمې شوې دي، څرګنده کړه: د دښمن هدف زموږ څخه د معلوماتو ترلاسه کول دي. موږ تل ویلي چې چمتو یو او زمونږ دغه چمتووالی دښمن په میدان کې تجربه کړی دی. که زموږ لاس تش وي، نو دا تاوانونه چې دوی ویني، څه دي؟ موږ همدا تېره شپه (د چهارشنبې شپه) د امریکا په اډو باندې سختې حملې وکړې.
سردار شکارچي بيا د صهيونيست جنايتکار رژيم پر وړاندې د لبنان له حزبالله څخه د ایران په ملاتړ باندې په ټينګار سره وويل: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د فرمايش له مخې، د مقاومت جبهه يوه يو موټی ټولګه ده او موږ ټوله د نړيوال استکبار او خبيث صهيونيستي رژيم پر وړاندې يوه متحده جبهه يو.
د ايران د وسلهوالو ځواکونو لوړپوړي وياند د بابالمندب تنګي د بندولو په اړه هم وويل: موږ ډېر زيات پلانونه لرو او خپلې پاڼې به د ضرورت په صورت کې يوه په يوه ښکاره کړو.