غریب آبادی: ایران، له یرغلګرو سره د یو کلنې مبارزې ګټونکی دی
-
د ایران د خارجه وزیر مرستیال کاظم غریب آبادی
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال د ایران په خلاف د صهیونیست رژیم او د امریکا د ۱۲ ورځڼۍ جګړې د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له یرغلګرو سره د یوکلنې مبارزې ګټوونکی دی.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د خارجه وزیر مرستیال کاظم غریب آبادی د ایران په خلاف د صهیونیست رژیم او د امریکا د ۱۲ ورځڼۍ جګړې د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ولیکل: یو کال تېر شو، ایران نه ماته وخوړه او نه هم شاته پاتي شو او نه یې اراده کمزورې شوه، بلکې د خپلو دښمنانو په وړاندې ځلانده بریا یې تر لاسه کړه.
غریب ابادی زیاته کړه: یو کال مخکې، په هغه شپه چي امریکایې او صهیونیستي دښمن ګومان کوله په څو ګوزارونو سره، کولای شي د یوه ولس اراده ماته کړي، په ایران کې ځینې نومونه تل پاتي شو.
هغه جوته کړه: صهیونیست رژیم چي د خپل بقا د دوام لپاره د یوه خپلواک هیواد د قومندانانو او ساینس پوهانو ټرور ته اړتیا لري، قدرت د جنګ په میدان کې نه بلکې د مقابل لورې په ورانولو، یرغل او جنایت کې لټوي.
د ایران د خارجه وزارت د حقوقي چارو مرستیال ټینګار وکړ: د شهیدانو وینه، د قوماندانانو او پوهانو فداکاري، او د شهید مشر او د ایران د عزت د بیرغوال حکیمانه تدابیر، یو داسي ایران رامنځته کړی چې له پخوا نه قوي، هوښیار او هوډمن دی.