د بورګن اشټوک ناسته؛ د اسلام اباد د تفاهم لومړی جدي ازموینه
د ایران او امریکا ترمنځ ناسته چې د اتبار په ورځ د سویس په بورګن اشټوک غرني استوګنځي کې پیل شوي ، یوازې یوه بله ډیپلوماتیکه غونډه نه ده، بلکې د هغه تفاهم لومړی جدي ازموینه ده چې تېره اونۍ په اسلام اباد کې لاسلیک شو
د دې ناستې مهمه ځانګړنه دا ده چې تهران په کې د یوې نوې ستراتیژۍ له مخې قدم ایښی دی: "تعهد په مقابل کې تعهد". دغه اصل، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي څو ځله تکرار کړی، ښيي چې تهران له تېرو تجربو زده کړه کړې او د اعتماد پر ځای یې د څارنې او مطالعې تګلاره غوره کړې ده.
د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشري محمدباقر قالیباف کوي، چې خپله د "میناب ۱۶۸" نښه یې د دې لپاره غوره کړې چې د میناب د مظلومو ماشومانو یاد ژوندی وساتي. هغه ماشومان چې د امریکا او صهیونیستي رژیم په برید کې شهیدان شول. قالیباف سویس ته په رسېدو سره روښانه کړه چې هغه د دغو شهیدانو او د ایران ټول شهیدان شاهد ګڼي. دا پیغام له یوې خوا د ایران د عزم او له بلې خوا د مقابل لوري د کړنو پر وړاندې د ایران د دریځ کلکوالي ښيي.
د ایران پلاوي کې سید عباس عراقچي، علي باقري کني، عبدالناصر همتي، حمید بورد، کاظم غریب آبادي او اسماعیل بقائي شامل دي. د دې پلاوي جوړښت ښيي چې تهران په دې ناسته کې یوازې سیاسي بحثونه نه کوي، بلکې اقتصادي، بانکي او تیلي موضوعات هم د هغې برخه دي. د مرکزي بانک د رییس او د نفت د وزارت د مرستیال شتون دا ثابتوي چې د شتمنیو د خلاصون او د تیلو د صادراتو مسئلې د ایران د اجنډا په سر کې دي.
په مقابل لوري کې یعنی امریکا پلاوی کی د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس، ، ستیو ویتکاف، او جرد کوشنر، شامل دي.
پدې ناسته کې د منځګړو رول هم د پام وړ دی. د قطر په پلاوی کی د محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د سویس د بهرنیو چارو له وزیر سره مخکې مشورې کړي، او د پاکستان په پلاوی ګی چې شهباز شریف او فیلډ مارشال عاصم منیر پکې ګډون کوي، دواړه هڅه کوي چې د دواړو خواوو ترمنځ واټن کم کړي. پاکستان، چې د اسلام اباد د تفاهم په رامنځته کېدو کې یې کلیدي رول درلود، اوس هڅه کوي چې د دې تفاهم د عملي کېدو په بهیر کې هم خپل منځګړیتوب وساتي..
د دې ناستې اصلي محورونه درې دي: لومړی، د لبنان په اړه د اوربند پراخول او د صهیونیستي رژیم د بریدونو درول، چې ایران دا د امریکا د ژمنو د عملي کېدو یو مهم شاخص بولي. دویم، د ایران د بند شویو شتمنیوخلاصول، چې په تېرو کلونو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ یوه لویه ستونزه وه. دریم، ایټمي موضوع پر شاوخوا د تفاهم د بندونو عملي کول، چې په ځانګړې توګه د تفاهم د لسم او یوولسم بندونو پورې اړه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند روښانه کړې چې د ایران هدف دې ناستې ته د نویو خبرو اترو لپاره نه، بلکې د تېر تفاهم د عملي کېدو د څارنې لپاره دی. بقائي ویلي چې ایران غواړي د مقابل لوري د ژمنو د سرغړونو موارد صریح بیان کړي او د هغوی لپاره حل لارې ومومي.
د بورګن اشټوک ناسته د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو د یو نوي پړاو پیل دی. که چېرې دا ناسته بریالۍ شي او دواړه خواوې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې جدي والی وښي، نو دا به د لا پراخو خبرو اترو لپاره لار هواره کړي. خو که چېرې دا ناسته بریالۍ نه شي او امریکا لوري له خوا د ژمنو سرغړونه دوام ومومي، نو د خبرو اترو بهیر به یو ځل بیا له ننګونو سره مخ شي.