بقائي: باید د ژمنود پلي کولو لپاره د مقابل لوري ګرېوان ونیسو
پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بورګن اشتوک غونډې تر پای وروسته وویل: د ایران پلاوي نظر دا دی چې د تعهداتو د پلي کولو لپاره باید د مقابل لوري ګرېوان ونیسو.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د بورګن اشتوک غونډې تر پای وروسته وویل: د پاتې بندونو په اړه چې د وروستۍ خبرو اترو د پیل لپاره اړین دي، خبرې اترې وشوې.
نوموړي زیاته کړه: د تیلو د پلور لپاره د اړینو جوازونو صدور او د ایران د شتمنیو خلاصون په اړه بحث وشو، او ښه پرمختګ وشو.
بقائي زیاته کړه: له هرمز تنګي د بېړیو د خوندي تېرېدو په اړه هم پریکړه وشوه چې یو میکانیزم ترتیب شي، کوم چې مهم دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: موږ ډېره اوږده ورځ درلوده. ناستې د یکشنبې له سهاره پیل شوې وې. د څلور اړخیزې ناستې پر مهال د امریکا یو ګواښونکی بیان خپور شو، چې له امله یې ایران اعلان وکړ چې په داسې شرایطو کې د څلور اړخیزې ناستې د دوام لپاره چمتو نه دی.
پدې برخه کې قطر او پاکستان هڅه وکړه چې خبرو اترو ته دوام ورکړي، او موږ وویلو چې دا به په څلور اړخیزه بڼه نه وي .
بقائي زیاته کړه: د څلور اړخیزو ناستو او د هغې دمخه، زموږ اندېښنه د مقابل لوري د بدلوظۍپه اړه څرګنده شوه. په ځانګړې توګه د صهیوني رژیم لخوا د اوربند د دوامداره سرغړونې په اړه. پدې اړه، د سولې د دوام د یقیني کولو لپاره، د منځګړو په شتون کې یو نوی میکانیزم د جګړې د پای او د لبنان کې د جګړې د درولو د څارنې لپاره جوړ شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: د ایران پلاوي نظر دا دی چې د تعهداتو د پلي کولو لپاره باید د مقابل لوري ګرېوان ونیسو.
نوموړي زیاته کړه: پدې مرحله کې د مذاکراتي پلاوي کار پای ته رسېدلی، خو تخنیکي ټیمونه به خپل کار ته د دوشنبې په ورځ دوام ورکړي.
همدارنګه، دوه منځګړي یعنی قطر او پاکستان به یو متن خپور کړي، او دا متن به د هغو هوکړو د سند په توګه وپیژندل شي چې د ۱۸ ساعتو خبرو اترو په بهیرکې ترلاسه شوې دي.
---