هرمز تنګې د ملي ګټو د ساتنې لپاره د ایران ستراټیجیک ظرفیت
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174626-هرمز_تنګې_د_ملي_ګټو_د_ساتنې_لپاره_د_ایران_ستراټیجیک_ظرفیت
پارس تودی – د ایران د مصلحت پیژندنې ټولنې غړي، د تنګې هرمز په ستراتیژیک اهمیت ټینګار وکړ او دا آوبلاره یې د ایران یو له مهمو ظرفیتونو څخه وبلله او ویې ویل: «زموږ تکیه د خپلو یقیني شتمنیو له ډلې، یعنې د تنګې هرمز پر سر ده او دا تنګه باید هیڅکله نه پریښودل شي.»
(last modified 2026-06-28T08:17:21+00:00 )
Jun 28, 2026 12:46 Asia/Kabul
  • هرمز تنګې  د ملي ګټو د ساتنې لپاره د ایران ستراټیجیک  ظرفیت

پارس تودی – د ایران د مصلحت پیژندنې ټولنې غړي، د تنګې هرمز په ستراتیژیک اهمیت ټینګار وکړ او دا آوبلاره یې د ایران یو له مهمو ظرفیتونو څخه وبلله او ویې ویل: «زموږ تکیه د خپلو یقیني شتمنیو له ډلې، یعنې د تنګې هرمز پر سر ده او دا تنګه باید هیڅکله نه پریښودل شي.»

د پارس تودی د راپور له مخې، محمدحسین صفارهرندي، د ایران ، دهرمز تنګې شاوخوا وروستیو پېښو ته په اشاره وویل: د ایران ټول مسؤولان د بهرني سیاست، پوځي او عمومي افکارو په برخو کې د دې آوبلارې له ارزښته بشپړه پوهه لري او پرېکړې هم همدې اساس ترسره کېږي. 

هغه زیاته کړه، چې د هرمز  تنګي  موضوع راپورته کول، د مقابل لوري پام یې د دې ستراتیژیک تېرګي اهمیت ته اړولی او ویې ویل: دښمن، د تنګې هرمز د حساس موقعیت له پوهېدو وروسته، هڅه وکړه چې د پوځي ګواښونو، سیاسي فشارونو او لمسونکیو اقداماتو په کارولو سره دا ستراتیژیکه ګټه تر اغېز لاندې راولي، خو د ایران د مسؤولینو دقیقه ارزونه او همغږي پرېکړه، د دې موخو د پوره کېدو مخه ونیوله. 

صفارهرندي، د تنګې هرمز د حقوقي او جغرافیایی موقعیت په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل: دښمن په خپلې فریبکاره طرحه کې هڅه کوي، چې دا طبیعي فرصت او امکان د ایران له لاسه وباسي. هغه زیاته کړه: هغه کسان چې نړیوال حقوق پېژني او تدریس یې کوي، ښه پوهېږي چې هغه هېواد چې په داسې جغرافیایی  موقعیت کې پروت او داسې محدوده آوبلاره  لري، طبیعي حق لري. د هغه په وینا، د هرمز تنګي لویه برخه د ایران او عمان په خاورینه اوبو کې پرته ده او دا موضوع، د دې ستراتیژیک تېرګي په اړه د ایران طبیعي حق تأییدوي.