د شهید امام خامنه ای په پاک جنازی لمونځ وشو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174882-د_شهید_امام_خامنه_ای_په_پاک_جنازی_لمونځ_وشو
پارس تودی- ایت الله جعفر سبحانی په تهران کې د امام خمینی ره په مصلی کې د ایران د قدردان خلګو په حضور سره، د مجاهد شهید حضرت ایت الله العظمی خامنه ای (قدس‌الله‌نفسه‌الزکیة) او د هغوی د کورنۍ د غړو په جنازې لمونځ وکړ.
(last modified 2026-07-05T07:51:55+00:00 )
Jul 05, 2026 12:16 Asia/Kabul
  • ایت الله سبحانی د شهید امام په جنازې د لمانځه پر مهال
    ایت الله سبحانی د شهید امام په جنازې د لمانځه پر مهال

پارس تودی- ایت الله جعفر سبحانی په تهران کې د امام خمینی ره په مصلی کې د ایران د قدردان خلګو په حضور سره، د مجاهد شهید حضرت ایت الله العظمی خامنه ای (قدس‌الله‌نفسه‌الزکیة) او د هغوی د کورنۍ د غړو په جنازې لمونځ وکړ.

د پارس تودی له راپور سره سم، د انقلاب د شهید رهبر او د هغوی د کورنۍ د غړو په جنازې باندې درې ځلې لمونځ اقامه شوه، لومړی ځل، د شهید رهبر په جنازې، دوهم ځل د شهید سیده بشري خامنه ای، شهید مصباح الهدی باقري او شهید زهرا حداد عادل او دریم ځل هم د زهرا محمدی ګلپایګاني د رهبری د یوه کل لمسۍ په جنازې لمونځ تر سره شو.

 د تهران په مصلی کې د شهید امام خامنه ای په پاک جنازی لمونځ 

د ایران د شهید رهبر او د هغه د کورنۍ د وداع مراسم چې د ۱۴۰۴ کال د حوت په ۹ مه د امریکایي – صهیونیستي دښمن د وحشي او تروریستي برید په جریان کې د لوړ فیض شهادت ته رسېدلي وو، د ۱۴۰۵ کال د سرطان په ۱۳ مه د شنبې ورځې له لومړیو ساعتونو راهیسې په تهران کې د امام خمیني(ره) په لویه مصلا کې پیل شول؛ دا یوه ستره او تاریخي پېښه وه چې د اسلامي ایران د پوه او بصیر ملت په پراخ او پرتمین حضور سره، د امت له شهید قائد سره د وروستي وداع ترڅنګ، د اسلام، او د انقلاب د امامینو او شهیدانو له لوړو آرمانونو سره د میثاق د نوي کولو سبب هم شو او له دغې الهی ټاټوبې د عزت، استقلال او مقاومت سره د ولس د وقاداری سمبول وګرځېدی.

Image Caption

 

له شهید امام او شهید ډاکټر مصباح الهدی باقری کني، شهید سید‌ه بشرې خامنه‌ای، شهید زهره حداد عادل او شهید زهره محمدي ګلپایګاني سره د وداع مراسم به د یکشنبې تر مازیګر پورې په تهران کې د امام خمینی ره په مصلی کې دوام ولري او د شهید رهبر او د هغه د کورنۍ مطهر جسد به د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۵مه په پلازمینه کې تشییع شي.

د شهید رهبر د جنازې مراسم به د سه‌شنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۶مه، د قم په مقدس ښار کې او د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۸مه د مشهید په مقدس ښار کې تشییع شي او بیا به د حضرت امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې خاورو ته وسپارل شي.

د شهید رهبر د جنازې د وداع او تشییع ځانګړې مراسم به همدارنګه د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۷مه د نجف او کربلا په سپېڅلیو ښارونو کې هم ترسره شي.