بقایي: د جرمني د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې د واقعیت تحریف دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174928-بقایي_د_جرمني_د_بهرنیو_چارو_وزیر_څرګندونې_د_واقعیت_تحریف_دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د هرمز تنګي د وضعیت په اړه د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه څرګندونې «د واقعیت اپوټه ښودنه» او د شرم وړ دي.
(last modified 2026-07-07T03:08:16+00:00 )
Jul 07, 2026 07:34 Asia/Kabul
  • بقایي: د جرمني د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې د واقعیت تحریف دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د هرمز تنګي د وضعیت په اړه د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه څرګندونې «د واقعیت اپوټه ښودنه» او د شرم وړ دي.

بقایي په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي، جرمني باید د ایران پر ضد په پوځي یرغل کې د خپلې همکارۍ په اړه بشپړ ځواب ووایي او د خپلو ناقانونه او جنایي کړنو تاوان هم ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، دا ډول څرګندونې او د حقیقت د بدلون هڅه نه شي کولای په برلین کې واکمن حکومت د ایران پر ضد په ناقانونه جګړه او په جنګي جنایتونو کې د خپلې ونډې اخیستلو له مسؤلیت څخه خلاص کړي.