د امریکا د مهمو پوځي تاسیساتو ۸۵ هدفونه په نښه شول
د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر ویلي، د ایران د ستر ملت له بېساري او پراخ ګډون وروسته، چې د اسلامي امت د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې یې دښمن ماتوونکې حماسه جوړه کړه، امریکا یو ځل بیا خپله د ژمنو ماتولو تګلاره تکرار کړه.
د اعلامیې له مخې، امریکا چې د عراق د خلکو د میلیوني او تاریخي بدرګې نړیوال انعکاس یې د ځان لپاره لویه ماتې بللې، د دغه تاریخي مراسمو د سیوري لاندې راوستلو په موخه یې نن سهار وختي د هرمزګان ولایت او ماهشهر د ساحلي سیمو پر یو شمېر اډو او ملکي مرکزونو هوايي بریدونه وکړل، اوربند یې ښکاره نقض کړ او د اسلاماباد تفاهمنامه یې تر پښو لاندې کړه.
په اعلامیه کې راغلي، د دغې حملې په لومړني ځواب کې د سپاه پاسداران د سمندري او هوافضا ځواکونو په ګډو توغندیزو او بېپیلوټه عملیاتو کې د بندر سلمان، د بحرین د امریکا د پنځمې سمندري حوزې او د کوېټ د علي السالم هوايي اډې په ګډون د امریکا د مهمو پوځي تاسیساتو ۸۵ هدفونه په نښه او وویشتل.
سپاه همدارنګه ویلي، چې د عملیاتو پر مهال یې د دښمن یوه MQ-9 بېپیلوټه الوتکه، چې د مداخلې هڅه یې کوله، هم نسکوره کړې ده.