پزشکیان: موږ پر خپل حق په ټینګه ولاړ یو
Jul 09, 2026 12:26 Asia/Kabul
پارس ټوډی – د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ټینګار کړی چې ایران په پوره اقتدار سره پر خپل حق ولاړ دی.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، چې د ایران د صدا او سیما خبري اژانس یې نقل کړی، مسعود پزشکیان د امریکا له لوري د پنجشنبې شپې د پوځي برید او د اوربند د نقض په غبرګون کې، په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي: «د امریکا د حکومت چلند د نړیوال جام پر مهال، د هماغې تګلارې یوه کوچنۍ بېلګه ده چې په خپله بهرنۍ تګلاره کې یې تعقیبوي؛ د قوانینو تر پښو لاندې کول، زورواکي، نورو ته ستونزې جوړول او درغلۍ کول. همدا د دوی د بیا جوړولو یا MAGA تګلاره ده.»
پزشکیان زیاته کړې: «له ایران سره داسې لوبه نه شئ کولی. موږ په پوره اقتدار سره پر خپل حق ولاړ یو.»
ټیګونه