د ایران بهرنیو چارو وزارت: د امریکا اقدامات ښکاره جنګي جرم دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175054-د_ایران_بهرنیو_چارو_وزارت_د_امریکا_اقدامات_ښکاره_جنګي_جرم_دی
پارس‌ ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د امریکا د پوځ له خوا د جنوبي ساحلي ولایتونو په څو سیمو او د ختیځو ولایتونو د رېل پټلۍ په مسیر کې پر دوو پلونو بریدونه ښکاره جنګي جرم ګڼل کېږي.
(last modified 2026-07-09T10:41:50+00:00 )
Jul 09, 2026 15:04 Asia/Kabul
  • د ایران بهرنیو چارو وزارت: د امریکا اقدامات ښکاره جنګي جرم دی

پارس‌ ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د امریکا د پوځ له خوا د جنوبي ساحلي ولایتونو په څو سیمو او د ختیځو ولایتونو د رېل پټلۍ په مسیر کې پر دوو پلونو بریدونه ښکاره جنګي جرم ګڼل کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، د امریکا د پوځ تېره پنجشنبه سهارني بریدونه چې د جنوبي ساحلي ولایتونو څو سیمې او د مشهد مقدس پر لوري د رېل پټلۍ دوه پلونه یې په نښه کړي، په کلکه غندي او د ایران د خلکو پر ځمکني بشپړتیا، حاکمیت او ملي امنیت د دفاع پر کلک هوډ یې ټینګار کړی دی.

دغه وزارت زیاته کړې، امریکا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ایران پر ضد بریدونه، چې د هرمز تنګي کې د څو ادعا شویو سرغړونکو بېړیو د پېښو په پلمه ترسره شوي، نه یوازې د ملګرو ملتونو د منشور د دوهمې مادې د څلورم بند ښکاره سرغړونه ده، بلکې د جګړې د پای د تفاهم‌لیک د لومړي او پنځم بندونو هم جدي نقض دی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي: په داسې حال کې چې د ایران پوه او زړور ولس د انقلاب د شهید رهبر د تاریخي بدرګې په مراسمو کې د پراخ ګډون له لارې د هېواد د اقتدار، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره خپل کلک هوډ څرګند کړ، د امریکا واکمنو د خپل کمزورۍ د پټولو لپاره په سپکاوي، دروغو او پوځي تېري لاس پورې کړی، چې په کې د مشهدالرضا پر لوري د رېل پټلۍ په نښه کول هم شامل دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر او نورو چارواکو د څرګندونو په اړه د کرکې څرګندولو ترڅنګ ویلي، د جګړې د پای د جون د ۲۸مې نېټې د تفاهم‌لیک د نه منلو په اړه د هغوی څرګند اعتراف، د امریکا د ژمنه ماتوونې، جګړه‌طلبۍ او تېري بل روښانه ثبوت دی.