په ایران د امریکا د بریدونو وروسته د سپاه غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175062-په_ایران_د_امریکا_د_بریدونو_وروسته_د_سپاه_غبرګون
نن سهار، ایراني رسنیو د سیستان او بلوچستان ، بندر عباس، سیریک، چابهار، قشم او خارګ په ګډون د دغه هیواد په جنوب کې په څو سیمو کې د چاودنو خبر ورکړ.
(last modified 2026-07-09T11:48:00+00:00 )
Jul 09, 2026 16:17 Asia/Kabul
  • په ایران د امریکا د بریدونو وروسته د سپاه غبرګون

نن سهار، ایراني رسنیو د سیستان او بلوچستان ، بندر عباس، سیریک، چابهار، قشم او خارګ په ګډون د دغه هیواد په جنوب کې په څو سیمو کې د چاودنو خبر ورکړ.

د خوزستان ولایت د امنیت مرستیال مشر د دې بریدونو وروسته د دریو کسانو د شهادت اعلان وکړ. په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایرانشهر په هوايي ډګر تاسیساتو په برید کې هم یو کس شهید شوی.

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران او د دغه هیواد پوځ د دې بریدونو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په یوه بیان کې ویلي چې د امریکایی تړون ماتونکو په وړاندې د مجازاتو غبرګون په لومړي پړاو کې، د سپاه پاسداران سمندري او فضايي ځواکونو په ګډو توغندیو او ډرون عملیاتو کې په کویت، جفیر او بحرین کې د امریکا په اډو کې مهم زیربناوې او تاسیسات ویجاړ کړل.

سپاه پاسداران د امریکا پوځ ته هم خبرداری ورکړ چې که د دې پوځ بریدونه تکرار شي، نو ځواب به په سیمه کې نورو امریکایي اډو ته وغځول شي.

د نن سهار په بریدونو کې، په ختیځو ولایتونو کې د مشهد ښار ته نږدې دوه پلونه هم له منځه وړل شوي دي. سپاه پاسداران وویل چې په دې عمل سره، دښمن غواړي د انقلاب د شهید رهبر د شاندارې جنازه او دا الهام بخښونکې پیښه د نړۍ له خلکو پټه کړي.

د ایران د پوځ د عامه اړیکو څانګې هم په بحرین، قطر او کویت کې د امریکا پر اډو او ستراتیژیکو مرکزونو د ډرون بریدونو راپور ورکړی دی.

د ایران د استازو جرګې رییس محمد باقر قالیباف، چې له امریکا سره د ایران لوړ پوړی مذاکره کوونکی هم دی، په X کې په یوه پیغام کې لیکلي چې امریکا لا تر اوسه دا نه ده زده کړې چې ځورونه او ژمنې ماتول به نور بې لګښته نه وي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني هم د امریکا د نویو بریدونو وروسته امنیت شورا ته یو لیک واستاوه، چې له نړیوال سازمان څخه یې وغوښتل چې د امریکا د یرغل د مخنیوي او د نړیوالو قوانینو د سرغړونو د ځواب ورکولو لپاره سمدستي اقدامات وکړي.

د ایران د روغتیا وزارت د راپور له مخې، امریکا په تیرو پړاوونو کې د هیواد په پنځو ولایتونو بریدونه کړي دي، چې په پایله کې یې ۱۴ کسان شهیدان او ۷۸ نور ټپیان شوي دي.