اجازه نه ورکوو چې امریکا د هرمز په تنګي کې لاسوهنه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175140-اجازه_نه_ورکوو_چې_امریکا_د_هرمز_په_تنګي_کې_لاسوهنه_وکړي
پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د حضرت خاتم‌الانبیا (ص) مرکزي قرارګاه ویاند خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د هر ډول ناامنۍ او د جګړې د پراخېدو مسؤلیت د امریکا او هغو هېوادونو پر غاړه دی چې د دغه هېواد له پوځ سره همکاري کوي.
(last modified 2026-07-14T00:54:46+00:00 )
Jul 14, 2026 05:17 Asia/Kabul
  • اجازه نه ورکوو چې امریکا د هرمز په تنګي کې لاسوهنه وکړي

پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د حضرت خاتم‌الانبیا (ص) مرکزي قرارګاه ویاند خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د هر ډول ناامنۍ او د جګړې د پراخېدو مسؤلیت د امریکا او هغو هېوادونو پر غاړه دی چې د دغه هېواد له پوځ سره همکاري کوي.

پارس ټوډی د صدا او سیما د راپور له مخې لیکلي: د حضرت خاتم‌الانبیا (ص) مرکزي قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري وویل: د هرمز تنګي د مدیریت په چارو کې د امریکا پرله‌پسې ماجراجویانه اقداماتو او شرارتونو، د سیمې امنیت، نړیوالې سوداګرۍ او د تېلو وړونکو او سوداګریزو بېړیو تګ راتګ په جدي ډول له ګواښ سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړه چې له بده مرغه د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو همکارۍ هم د دې لامل شوې چې په ټوله سیمه کې د جګړې د پراخېدو خطر زیات شي.

ذوالفقاري ټینګار وکړ: «د پخوانیو خبرداریو په دوام، هېڅ ډول اجازه نه ورکوو او نه به یې ورکړو چې امریکا د هرمز تنګي د مدیریت په چارو کې لاسوهنه وکړي

د حضرت خاتم‌الانبیا (ص) قرارګاه ویاند وویل: «د ایران وسله وال ځواکونه به د امریکا د یرغلګر پوځ له خوا د سوداګریزو او تېلو وړونکو بېړیو د تګ راتګ د هر ډول ګډوډۍ او ناامنۍ پر وړاندې، چې د ایران له ټاکل شوې لارې بهر او د وسله والو ځواکونو له اجازې پرته ترسره شي، په جدي ډول غبرګون وښيي

هغه زیاته کړه چې په وروستیو ورځو کې سپاه پاسداران او د ایران د پوځ ځواکمن اقدامات د دې خبرې څرګند ثبوت دی.

ذوالفقاري د سیمې هېوادونو مشرانو ته خبرداری ورکړ چې: «له امریکا سره هر ډول همکاري او د دغه هېواد د یرغلګر پوځ لپاره لوژستیکي ملاتړ، د ایران د حاکمیت او ملي امنیت پر ضد د جګړې په معنا ګڼل کېږي

هغه وویل که جګړه په سیمه کې پراخه شي، د جګړې لمبې به د سیمې ټول هېوادونه ونیسي.

د حضرت خاتم‌الانبیا (ص) قرارګاه ویاند په پای کې خبرداری ورکړ: «په سیمه کې د ټولو ناامنیو او د جګړې د پراخېدو مسؤلیت د امریکا او هغو هېوادونو پر غاړه دی چې د دغه جنایتکار پوځ سره همکاري کوي